ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار ۷۰ سلنه اوسېدونکو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلى

د تخار ۷۰ سلنه اوسېدونکو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلى

author avatar
20 Jun 2014 - 10:49
د تخار ۷۰ سلنه اوسېدونکو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلى
author avatar
20 Jun 2014 - 10:49

تالقان(پژواک ٣٠غبرګولى٩٣): د تخار ولايت چارواکي وايي،چې ددې ولايت ۷۰سلنه اوسېدونکو پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړى دى.

د تخار د کلیو او پراختیا رییس  پژواک خبري اژانس ته وويل، د پاکو اوبو برابرولو چارې یې لا له وړاندې پیل کړې دي، په کلیواو بانډو کې یې څاګانې جوړې شوي او له چینو څخه یې کلیو ته د پاکواوبو نلکې غځولي، چې ورسره پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي کچه زياته شوې ده.

انجنیر راز محمد فیض وويل، له تېر کال راهیسې یې په مرکز تالقانو او یو شمېر ولسواليو کې، تر ۴سوه پورې ژورې او نیمه ژورې څاګانې کیندلې دي.

ده وويل:(( په خواجه بهاالدین کې مو ۱۵۳ څاګانې، ینګي کلا کې مو ۱۰۴ څاګانې، په اشکمش کې ۵۰ او په خواجه غار ولسوالۍ کې مو ۴ ژورې څاګانې کیندلې دي.))

فیض وايي، د کلیو پراختیا او بیارغونې رياست ترڅنګ سویډن کمېتې، ډاکار موسوسسې او هندوستان هیواد هم په دغه ولایت کې د اوبو رسونې په برخه کې ګڼ شمېر پروژې پلې کړې دي.

خو له دې سره سره بیاهم ددغه ولایت د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وايي، چې د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دي.

د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالقدوس وايي: ((پاکې اوبه نه لرو، خړې اوبه څښو،چې له امله يې ماشومان په نارغيو اخته کېږي.))

د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي غلام سخي پژواک ته وويل، په پسرلي کې د باران اوبه ډنډوي، په اوړي کې ورڅخه دوی او څاروي ګټه اخلي.

غلام سخي وايي، له همدې  امله یې په اوړي کې د کورنۍ ډېر شمېر غړي ناروغان کېږي.

خو د تالقان ښار اوسېدونکى امان الله بيا وايي، تر پخوا يې پاکو اوبو ته لاسرسى ډېر شوى او اوس له دولتي نليکو څڅه استفاده کوي.

اخوا د تخار د کلیو د پراختیا او بیارغونې ريسس  هم وايي، په هره سیمه کې چې د پاکو اوبو شونتیا موجوده وي، پروژې پلې کوي او خلکو ته اوبه برابروي.

انجنیر راز محمد فیض وايي، په تخار کې داسې ډېرې سیمې شته، چې اوبه نه لري او چینې هم  په کې هم نشته .

 خو د فيض په وينا، ډاکار موسسه  په دغسې سيمو کې د څاګانو کیندلو او له چینو څخه  د راوړل شوو اوبو چاڼولو(تصفیې) ماشینونه ورکړي، چې پرته له کوم مالي لګښته کار کوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.