خوست(پژواک٣٠ غبرګولى٩٣):د خوست چارواکو هغه راپونه رد کړل، چې ګنې په دې ولايت کې د خلکو نفوس کم او رايه زياته کارول شوې ده.
دا غبرګون تر هغه وروسته دى، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وويل، چې د خوست په ګډون په ځينو ناامنو ولايتونو کې د زياتو رايو پر استعمالېدو شکمن دي.
خو دخوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، د کليوپراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرم د سروې له مخې، خوست له ديارلس سوه زره څخه ډېر اوسېدونکي لري.
ځدراڼ وويل، له دې ډلې شاوخوا اووه سوه زره کسان د رايې اچونې په شرايطو برابر دي؛ خو خوست ته يواځې څه باندې څلور سوه زره رایې پاڼې رالېږل شوې وې.
په دې ولايت کې د ټاکنو د ولايتي دفتر يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې د دويم پړاو ټاکنو لپاره ورته څه باندې ۴۳۰ زره رایې پاڼې رالېږل شوې وې.
سرچينې زياته کړه، يادې رایې پاڼې د ټاکنو په ورځ له اصلي وخت څخه مخکې خلاصې شوې او ګڼ شمېر کسان له همدې امله په ټاکنو کې له برخې اخيستلو پاتې شول.
د خوست ولايت يو شمېر اوسېدونکو هم له پژواک سره هغه خبرې ردکړې، چې ګنې د دې ولايت نفوس او د رايې اچونې په شرايطو برابر کسان کم دي.
د خوست يو تن اوسېدونکي بريالي پژواک ته وويل، چې ديني عالمانو او قومي مشرانو له خپل هېواد سره د مينې له مخې د ولسواليو په لرې پرتو سيمو کې پراخ تبليغات وکړل.
نوموړي زياته کړه، په دې ولايت کې ډاډمن امنيت او په ټاکنو کې د ولس روښانه ذهنيت دوه نور لاملونه وو، چې خلکو په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ.
د خوست د مدني ټولنې يو تن فعال يوسف منګل پژواک ته وويل، د دويم پړاو ټاکنو لپاره مدني او کلتوري ټولنو هم د خپل مسووليت له مخې عامه پوهاوى کړى وو.
نوموړي وويل، چې په ټاکنو د خلکو د پراخ ګډون لپاره رسنيو هم د خپل رسالت له مخې وهڅول او خلکو ته يې دا ذهنيت ورکړ، چې ټاکنې د دوی راتلونکی جوړوي.
په خوست کې د مجاهدينو ديووالي شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ پژواک ته وويل، د ټاکنو په پراخ ګډون کې پخوانيو جهادي مشرانو هم مهم رول لوبولی.
سردار ځدراڼ وايي، چې پخوانيو جهادي مشرانو په ډېر ټينګار سره خلکو ته ويل، چې د ملت او هېواد جوړونې يواځينۍ دموکراتيکه لار د ټاکنو پر بنسټ د ولسمشر ټاکل دي.
په دې ولايت کې د ولسمشرۍ رياست په ټاکنو کې د نورو خلکو ترڅنګ د کوچيانو ګډون يو بل لامل بلل کېږي، چې دغې ملي پروسې ته يې پراخوالی ورکړ.
د کوچيانو قومي مشر رمضان کوچي پژواک ته وويل، په تېروټاکنو کې ډېری کوچيان د ډيورنډ له پولې هاخوا وو؛ خو د دويم پړاو ټاکنو پرمهال خپلو مېنو ته راستنه شوي وو.
معلومات ښيي، چې په دې ولايت کې د غبرګولي د ۲۴مې په ټاکنو کې د ښځو په ګډون تر څلور سوه زره زياتو خلکو ګډون کړی دی.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن