ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې ٢٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

لغمان کې ٢٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
21 Jun 2014 - 11:05
لغمان کې ٢٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
21 Jun 2014 - 11:05

جلال اباد (پژواک ٣١ غبرګولى ٩٣): د کابل –جلال اباد پر لويه لار د يوې  ترافيکي پېښې له امله ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر شاوخوا شپږ بجې د کابل- جلال اباد پر لويه لار د لغمان اړوند د ورېښمين تنګي په سيمه کې د يو هينو او مارسډيز موټرو ترمنځ ټکر شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې ترافيکي پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او ٩ نور ټپيان دي، چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نوموړي وويل چې ټپيان او مړي د لغمان د کاکڅ د ګرځنده کلينيک د امبولانسونو په وسيله د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي دي.

دى وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

د يو بل خبر له مخې، د لغمان ولايت په دوو جلا بريدونو کې څلور وسله وال  وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چې تېره شپه دوه نيمې بجې اليشنګ ولسوالۍ د جوبين د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې مخالفو وسلوالو ډله ييز بريد کړی و، چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي دي.

ځواک زياته کړه چې د وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې وو، چې بيا يې قومي مشرانو ته وسپارل .

د هغه په وينا، په ياده نښته کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او دوه نور برسېرن ټپيان شوي دي.

دى زياتوي چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د الينګار ولسوالۍ د کندې په سيمه کې د ملي پوليسو او مخالفو وسله والو تر منځ نښته شوې، چې په پايله کې يو وسله وال وژل شوی دى.

ده وويل چې په دې نښته کې ملي پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.