د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

محسني: داصلاحاتو او همپالنې ټيم له ټاکنيزو کمېسيونونو سره اړيکې پيل کړې

محسني: داصلاحاتو او همپالنې ټيم له ټاکنيزو کمېسيونونو سره اړيکې پيل کړې

Jun 25, 2014 - 16:12

کابل(پژواک، ٤چنګاښ ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له ټاکنيزو کمېسيونو سره له سره همکاري پيل  او دغه ټيم کولى شي، چې د ولايتي دفترونو د پرېکړو په اړه خپله استيناف غوښتنه درج کړي.

د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون منشي او وياند نادرمُحسني نن په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د قانون د حکمونو له مخې په ولايتي دفترونو کې د شکايتونو دڅېړنې وخت د نن شپې تر ١٢ بجو پاى ته رسېږي او دغه مهلت به ونه غځول شي.

هغه زياته کړه، چې په ولايتونو کې د پرېکړو له ابلاغ وروسته د استنياف غوښتنې لپاره ٧٢ ساعته فرصت په ځانګړي ډول د ولايتي دفترونو د پرېکړو په برخه کې لري او تر اوسه لس مورده استيناف غوښتنې شوي او احتمال لري، چې دغه شمېره د شکايتونو دڅېړنې تر وخته زياته شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په ولايتي دفترونو کې د شکايتونو څېړنې بهير تر څو راتلونکو ساعتونو پورې په داسې حال کې پاى ته رسېږي، چې د ډاکټر عبدالله تر مشرۍ لاندې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم  له کمېسيونونو سره خپله همکاري ځنډولې او د شکايتونو څېړلو په کمېسيونونو کې يې استازي شتون  نه درلود.

خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، دهغو خبرونو له مخې، چې دوى ته رسېدلي، د اصلاحاتو او همپالنې خپله همکاري له تېرې ورځې راهيسې له ټاکنيزو کمېسيونونو سره له سره پيل کړې ده.

هغه وويل:((دا يو ښه خبر دى او  د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم څخه مننه کوم، چې د خلکو د عمومي مصالحو لپاره بېرته دغې پروسې ته را ګډ شوى دى.))

محسني زياته کړه، چې که په ولايتونو کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونو پرېکړې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له حضور پرته تر سره شوې وي، نو دغه ټيم کولى شي، چې د استيناف تقاضا وکړي او په هغو څېړنو کې چې په مرکز کې تر سره کېږي، له خپلې موضع څخه دفاع وکړي.))

 خو د اصلاحاتو او همپالنې ټيم وياند فضل الرحمن اوريا پژواک اژانش ته وويل : (( تراوسه پورې موږ له کېسيونونو سره نوې همکاري نه ده پيل کړې ، ځکه چې زموږ شرايط تراوسه پورې نه دي منل شوي .))

 هغه وويل، چې دوه شپې مخکې داصلاحاتو او همپالنې ټيم د يوناما په منځګړيتوب د ټاکنو له کمېسيون سره يوه ناسته درلوده او دغه ټيم په خپلو شرايطو ټينګار کاوه .

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ډاکټرعبدالله تېره اونۍ وروسته له هغه ټاکنيزکمېسيونونه په تقلب تورن کړل، چې  ويې ويل، کمېسيونونو ته هېڅ ډول اعتبار نه دى پاتى او په همدې سبب يې له دغه بنسټونو سره اړيکې ځنډولې او د  نوو اړيکو د ټينګولو لپاره يې يو لړ شرطونه اېښي، چې يو له عمده شرطونو څخه يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء د رييس استعفا ده، چې تر سره شوه.

د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون په داسې حال کې له کمېسيونونو سره د اصلاحاتو او همالنې ټيم  د بېرته يو ځاى کېدو او همکارۍ خبر ورکوي، چې تېره ورځ  په کابل کې د ټاکنيزو ننګونو د څېړنې لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسيون، ملګرو ملتونو او اصلاحاتو او همپالنې ټيم درې اړخيزه غونډه تر سره شو.

محسني وويل، چې د شکايتونو کميسيون ټولې څېړنې او تصميمونه ډاګيز دي او د پراخه او مهندسي شوي تقلب په اړه، چې هر ډول شکايت وجود ولري، نو کميسيون به يې پر وړاندې روڼ تصميم ونيسي، نو ځکه د اندېښې ځاى نه دى او کميسيون د ناپاکو رايو له باطلېدو څخه هېڅ وېره نه لري.

هغه ډاډ ورکړ، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون به په دې پړاو کې هم په هغه صورت، چې اسناد وجود ولري، ټولې پاکې او ناپاکې رايې سره بېلې کړي.

د ويلو ده، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو( د غبرګولي ٢٤مه) د ترسره کېدو په اړه څه باندې ٢٥٠٠ شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې ثبت شوي دي، چې ډېره برخه يې د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو په اړه ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement