مزارشريف (پژواک ٦ چنګاښ ٩٣): د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې پنځه ملي پوليس او څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د چمتال ولسوال عبدالمتين خواجه زاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر مازديګر لسګونه وسله والو موټرسايکل سپرو د يادې ولسوالۍ د جوى ښار پر امنيتي پوستو د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ چې له امله يې پنځه پوليس وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، وروسته د چمتال له امنيې قوماندانۍ او له مزارشريف څخه مرستندوى ځواکونه سيمې ته ولېږل شول او جګړې تر څلورو ساعتونو دوام درلود.
د خواجه په وينا، چې په دې نښته کې څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د يوه وژل شوي پوليس شفيق الله ماما، عطا محمد پژواک ته وويل: ((زه د خپل خوريې پر شهادت چې د وطن د دفاع لپاره و، فخر کوم.))
عطا محمد وايي، چې نن دغه ځوان د خپلوانو له خوا خاورو ته وسپارل شو.
نوموړي زياته کړه، چې په وژل شوو پوليسو کې د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي دوه وروڼه هم شامل دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د خپلو کسانو مرګ ژوبله نه مني او ادعا کوي چې دوى په دغه بريد کې اوه اربکيان وژلي او درې پوستې يې نيولې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن