ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترافيکى پېښه کې ۱۹تنه ووژل شول

په ترافيکى پېښه کې ۱۹تنه ووژل شول

author avatar
27 Jun 2014 - 11:45
په ترافيکى پېښه کې ۱۹تنه ووژل شول
author avatar
27 Jun 2014 - 11:45

درېيم تعقيب- جلال اباد (پژواک ٦ چنګاښ ٩٣): د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ۱۹تنه مړه او د يوې ښځې په ګډون اته نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د ترافيکو مديريت د حادثاتو امر سمونمل زرجان د چنګاښ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار مهال د تورخم_جلال اباد پر لويه لاره د غازي امان الله خان ښارګوټي په سيمه کې له ټېلر سره د کاسټر او کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې ۱۹تنه مړه او اته نور ټپيان دي.

نوموړى وايي، چې د ټېلر چلوونکى نيول شوى او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز د جلال اباد د ملکي روغتون رييس همايون زهير پژواک ته وويل، چې دوى ته له دې پېښې ١٧ مړي او د يوې ښځې په ګډون اوه ټپيان ور وړل شوي دي.

د هغه په خبره، چې د ټپيانو له ډلې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

په سيمه کې يوه هټۍ وال خيرالله پژواک ته وويل: ((کاسټر د تورخم له خوا جلال اباد ته روان و، ټېلر چې تورخم ته په حرکت کې و، چلوونکى يې خوب وړى و، له خپل لاس څخه ووت او له کاسټر سره يې ټکر وکړ.))

هغه وايي، چې ټول مړه شوي د کاسټر سپرلي دي.

خيرالله زياته کړه، چې د ټېلر چلوونکى د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

دغه هټۍ وال وايي، چې اته تنه ټپيان شوي د کاسټر او کرولا سپرلي دي.

د يادونې ده، د کابل-تورخم پر لويه لاره دغه ډول پېښې د سړک د تنګوالي او يا هم د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.

 

 

 

 

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.