کابل ( پژواک ، ٨ چنګاښ ٩٣ ) : د کابل ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې د اور لګېدنې له امله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
د يادې حوزې يو تن اوسېدونکي محمد صديق د چنګاش په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې اور غرمه مهال په شاوخوا دولسو بجو د ټانګ لوګر په سيمه کې د لرګيو په يوه ټال کې لګېدلى وو.
هغه زياته کړه، چې اطفائيه د پېښې ځاى ته رسېدلې او د اور د مړه کولو هڅې کوي .
د نوموړي په وينا، په دغه سيمه کې د لرګيو ډېر ګودامونه دي او اور په دغو ګودامونو او ټالونو کې لګېدلې وه.
د عزيز په نامه د سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل چې اور د غرمې په شاوخوا دوه نيمو بجو د اطفائيې لخوا مړ کړى شو.
د نوموړي په وينا، ددې اور لګېدنې له امله لسګونه دوکانونه سوځيدلي او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن