ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: د هلمند جګړه د افغانستان د کمزوري کولو په موخه په لاره اچول شوې

حامد کرزى: د هلمند جګړه د افغانستان د کمزوري کولو په موخه په لاره اچول شوې

author avatar
30 Jun 2014 - 17:12
حامد کرزى: د هلمند جګړه د افغانستان د کمزوري کولو په موخه په لاره اچول شوې
author avatar
30 Jun 2014 - 17:12

کابل (پژواک ٩ چنګاښ ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د هلمند وروستۍ جګړه د پرديو هېوادونو د يوې پراخې طرحې يوه برخه بللې، چې د افغانستان د کمزوري کولو لپاره په لاره اچول شوې ده.

د هلمند وروستۍ جګړه، چې له کابو لسو ورځو راپدېخوا په سنګين ولسوالۍ کې پيل شوې، سلګونو وسله والو مخالفينو، امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

له ارګ څخه د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ نهمه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر کرزي يو ځل بيا پر هغو طالبانو چې افغانان او د دې خاورې بچيان دي، غږ کوي چې د پرديو د لاس اله ونه ګرځي، د پرديو د اهدافو لپاره د افغانستان د خلکو، په تېره د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې لامل نه شي او د څو پوځي پوستو د نيولو لپاره عامو خلکو ته تاوان ونه رسوي.

حامد کرزي د هېواد امنيتي ځواکونه چې د هېواد په دفاع بوخت دي، د خپلو خلکو د ژوند او مال ساتونکي ګڼي او لارښوونه ورته کوي، چې په هر ډول عملياتو کې د عامو خلکو له ځان او مال څخه په کلکه ساتنه وکړي.

ولسمشر ټولو اړوندو ادارو ته يو وار بيا لارښوونه کړې، چې د وژل شويو کسانو کورنيو، بېځايه شويو خلکو او زيانمن شويو وګړو ته د مرستو په رسولو کې بېړه وکړي او له پوره دقت څخه کار واخلي.

ولسمشر کرزي يوه اونۍ وړاندې هم پر افغان طالبانو غږ کړى و، چې د پرديو د ګټو لپاره دې د خپلو هېوادوالو د مرګ ژوبلې لامل نه ګرځي.

 همداراز تېره اونۍ د هلمند والي تورنجنرال محمدنعيم  ويلى و، چې د سنګين ولسوالۍ جګړه په کوېټه کې پلان شوې او پاکستاني پوځي افسران د دې جګړه مشري پر غاړه لري او خپله هم په کې جنګېږي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.