ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو ١٠ منسوبين ووژل شول

د ملي اردو ١٠ منسوبين ووژل شول

author avatar
30 Jun 2014 - 12:06
د ملي اردو ١٠ منسوبين ووژل شول
author avatar
30 Jun 2014 - 12:06

کابل (پژواک ٩ چنګاښ ٩٣): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په څو ولايتونو کې د لسګونو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو تر څنګ د ملي اردو ١٠ منسوبين هم د سړک غاړي د ماين په چاودنو کې وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په تېرو ٤٨ ساعتونو کې د ملي اردو ځواکونو په بېلابېلو ولايتونو کې د امنيت راوستلو په موخه عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې، چې دغه عمليات په بدخشان، کندهار، لوګر، هلمند، هرات او خوست ولايتونو کې پيل شول، چې په پايله کې يې د اميرمحمد په نوم يوه قوماندان، چې په کوچي ملا مشهور و، شپږ ماين خښوونکي او ٦٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دغو عملياتو کې ٣٧  نور وسله وال مخالفين ټپيان او يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ملي اردو ١٠ منسوبينو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د کورنيو چارو وزات په خبرپاڼه کې هم راغلي دي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېمند په نوزاد ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پوليسو په ګډو عملياتو کې ١٤ وسله وال مخالفين وژل شوي، ١٥نور ټپيان دي او يو بل نيول شوى او يو شمېر وسلې او مهمات تر لاسه شوي دي.

خو وسله وال طالبان خپله مرګ ژوبله کمه بولي او ددې برعکس ادعا کوي، چې  په سنگين کې يې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.