ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار مشهور سندرغاړى حاجي بخت ومړ

د کندهار مشهور سندرغاړى حاجي بخت ومړ

author avatar
1 Jul 2014 - 14:14
د کندهار مشهور سندرغاړى حاجي بخت ومړ
author avatar
1 Jul 2014 - 14:14

کندهار ( پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٣ ) : د کندهار ولايت مشهور محلي سندرغاړى حاجي بخت د ور پېښې ناروغۍ له امله د ٥٨ کلونو په عمر ومړ.

نوموړى له تېرې يوې مياشتې راهيسې د ناروغۍ پر بستر پروت و او په دې وروستيو کې د درملنې لپاره کويټې ته بېول شوى و، چې د روژې په دويمه يې همالته ساه ورکړه.

د حاجي بخت ځوان زوى محمد صديق د چنګاښ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پلار يې له ډېره وخته ناروغ او تر درملنې لاندې و.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې يې د پلار روغتيايي وضعيت ډېر خراب شوى و او کويټې ته يې بېولى و، خو تر پنځه ورځنۍ درملنې وروسته يې همالته ساه ورکړه.

دى وايي، د حاجي بخت مړى تېره شپه په کندهار ښار کې په خپله پلرنۍ هديره ده خواجه کې خاورو ته وسپارل شو .

نوموړي د خپل پلار پر مړينه خواشينى و او ويل يې چې د هغوى اقتصادي وضعيت ښه نه و او پلار يې د کورنۍ د ساتنې په موخه د خپل هنر تر څنګ په ښار کې ټکسي هم چلاوه.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دواخان مينه پال هم د د دغه ولايت د مشهور محلي سندري غاړي حاجي بخت پر مړينه خواشيني وښودله او ويې ويل، هغه له ډېره وخته ناروغ و او له همدې امله ومړ.

مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، حاجي بخت په موسيقي کې د کندهاري سبک وتلى هنرمند و او ځاى به يې تش پاتې وي.

نوموړي زياته کړه، د دغه محلي سندرغاړي د ښې درملنې لپاره يې خپلې هلې ځلې کړې وې، چې ځينې ملي سوداګرو يې په درملنه کې خپل وس وکړ.

د کندهار يو بل محلي سندرغاړي سرور اغا هم د حاجي بخت مړينه د کندهاري موسيقۍ لپاره يوه لويه ضايعه وګڼله.

هغه د حاجي بخت د هنري ژوند په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې حاجي بخت محمد پوره اته پنځوس کلونه وړاندې د کندهار ښار په ده خواجه سيمه کې زېږېدلى و او اوس مهال په نهمه ناحيه کې اوسېده.

ده زياته کړه، حاجي بخت ديارلس کلن و ، چې  له  رباب وهلو سره يې سندرې پيل کړې او له خپلو ملګرو سره به يې په مجلسونو کې ويلې، چې په دې لړ کې يې د کندهار له ډېرو هنرمندانو لکه سليم کندهارى، عبيدالله کندهارى او داسې نورو سره سندرې ويلې دي.

دغه سندغاړي وويل، حاجي بخت په هېواد کې دننه او له هېواده بهر په کويټه، پېښور، او لاهور کې هم په بې شمېره کنسرټونو، ودونو او د خوښيو په نورو محفلونو کې سندرې ويلي او د خلکو زړونه يې خوښ ساتلي دي.

له حاجي بخت څخه شپږ لوڼې او دوه زامن پاتې دي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.