ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بهرنى فشار د ټاکنو پايلو د ځنډېدو لامل شوى”

“بهرنى فشار د ټاکنو پايلو د ځنډېدو لامل شوى”

author avatar
2 Jul 2014 - 15:59
“بهرنى فشار د ټاکنو پايلو د ځنډېدو لامل شوى”
author avatar
2 Jul 2014 - 15:59

کابل (پژواک ١١ چنګاښ ٩٣): يو شمېر خلک په ټاکنو کمېسيون کې د کانديدانو لاسوهنې او بهرنى فشار، د ټاکنو د ملي پروسې د ځنډېدو لامل بولي او د ټاکنو پر کمېسيون يې هم نيوکې کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مهالوېش د چوکاټ له مخې، ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو پايلې به د چنګاښ مياشتې په ١١ مه او وروستۍ پايلې به يې د يادې مياشتې په ٣١ مه نېټه اعلان شي.

 خو اوسمهال د ټاکنو کمېسيون وايي، چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې يې د نا معلوم وخت لپاره ځنډولې دي.

د کمېسيون غړي وايي، چې د کمېسيون د پرون ورځې په ناسته کې وټاکل شوه، چې د هېواد د رايې ورکولو د دوه زره محلونو رايې به له سره وشمېرل شي او دغه اقدام د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم رابللو لپاره تر سره شوى دى.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په وينا، دوى انتظار باسي ترڅو د هغو هڅو پايلې چې د ولسمشر د دواړو مرستيالانو په منځګړيتوب د ولسمشرۍ د کانديدانو ډاکټر اشرف غني او عبدالله د اعتماد د راجلبولو لپاره روانې دي، جوتې شي.

خو ځينې کسان وايي، چې يو شمېر بېلابېل عوامل موجود دي، چې د ټاکنو د پايلو اعلان يې ځنډولى، چې هم يې د هېواد سياسي حالت بحراني کړى او هم يې خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار په برکي سيمه کې يوه ګل پلورونکي په غوسې سره وويل: ” ملت نور له جګړې ستړى شوى، کانديدان دې نور سرزوري او چنې وهل بس کړي او ايتلاف دې وکړي.”

هغه زياته کړه، که چېرې ټاکنې د بحران لوري ته لاړې شي نو ملت زيانمن کېږي، نه هغه دولتي چارواکي، چې په بهرنيو بانکونو کې يې  خپلې پيسې جمع کړي ، کور لري او کورنۍ يې هم هلته ژوند کوي.

د کابل ښار يوه بل اوسېدونکي نعمت الله محمدي، چې خپل ټکسي موټر يې يوې څنډې تر درولى و او لاس تر زنې ناست و، پژواک ته وويل، چې له مالي پلوه د ټاکنو د پايلو ځنډ خلک زيانمن کړي او د ټولو کاروبار تقريباً د له منځه تلو په حال کى دى.

نوموړي  زياته کړه: ” زور ويل زموږ د خلکو عادت ګرځېدلى، موږ هيڅکله هم له خپل سيال ځان کم نه بولو، له بده مرغه زموږ کانديدان هم زموږ په شان دي، دوى دواړه د واک اخيستو لپاره له يو بل سره دعوې کوي.”

محمدي وويل، چې کانديدانو درغلۍ بهانه کړي، پر ټاکنيزو کمېسيونونو باور نه لري او دا حالت د ناندريو لامل شوى دى.

يوه کارګر ميرزا احمد، چې له ډېره غمه يې سر په زنګون ايېښى و، او د کابل ښار د يوه سړک پر غاړه له نورو کارګرو سره يو ځاى ناست و، وويل چې د کورنۍ لس غړي لري، هغوى په دغه روزه کې د روژه ماتي لپاره له هغه څخه کم تر کمه څو دانې وچې ډوډۍ غواړي، خو  ده تر اوسه پورې کار نه دى پيدا کړى او بېکاره دى.

هغه زياته کړه: ” پايلې يې اعلان نه کړې، کاروبار نشته، خلک ستونزې لري، د بلندمنزلو کارونه درېدلي، سوداګر کار نه کوي، ډالر پورته تللي، له ټکسي وانه نيولې تر صراف او سوداګره پورې ټول د ټاکنو پايلو ته انتظار باسي، چې زموږ په بې وزله وطن کې ارامي او پريماني راشي، خو لکه څرنګه چې وينو، زموږ بې چاره ګانو په فکر نه دي او زموږ اولادونه وږي پاتې دي.”

ياد کارګر د ټاکنو له کمېسيون خخه وغوښتل، چې د ټاکنو پايلې ژر تر ژره اعلان کړي او کانديدان بايد د خلکو ستونزو ته وګوري، يو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي او د ټاکنو پايلې ومني.

د رڼا خصوصي پوهنتون د سياسي علومو پوهنځي محصل محمد منصور وويل، چې د ټاکنو د لومړنيو پايلو ځنډ ننګونکى دى او هېواد د بحران پر لوري بيايي.

د هغه په وينا، د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو تر منځ ټاکنيز جنجالونه د دې لامل شوي، چې ټاکنيز بنسټونه په خپل ټاکلي وخت پايلې اعلان نه کړي.

د کابل ښار يوه بزګر خليل الله، د دواړو کانديدانو تر منځ ايتلاف د هېواد په ګټه وباله او ويې ويل، چې نن خلکو د ټاکنو پايلو اعلان ته انتظار ايسته، خو ځنډ يې د هېواد په خير نه دى.

نوموړي وويل، چې بحران او جنجال د حل لاره نه ده، زغم او تېريدنه د ستونزو د حل يواځينۍ لاره ده او هېواد ابادولى شي.

خو د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل عبدالرقيب ملکزاده وويل، چې ايتلاف او سياسي معامله د هېواد په ګټه نه ده او د خلکو ريښتنو رايو ته بايد درناوى وشي.

هغه زياته کړه، چې ټاکنيزو کمېسيونونو بايد د ټاکنو لومړنۍ پايلې پر خپل وخت اعلان کړې واى او د ټاکنيزو جنجالونو تر اغېز لاندې نه واى راغلي.

ملکزاده په دې عقيده دى، هغه حکومت، چې د سياسي معاملې او ايتلاف پر بنسټ رامنځته کېږي، نه يواځې چې پر ستونزو به لاس برى نه وي، بلکې نورې ستونزې به هم رامنځته کړي.

د باميان ولايت د مدني ټولنې رييس حسين داد احمدي وويل، چې بېلابېلې لاسوهنې د ټاکنو د پايلو د ځنډ سبب ګرځېدلې دي.

د هغه په خبره، خپله هغه کانديدان او هغه کسان، چې له دوى نه ملاتړ کوي، پر کمېسيون فشار راوړي، چې پايلې اعلان نه کړي، په داسې حال کې، چې کمېسيون له وړاندې خپل مهال وېش درلود، چې بايد له مخې يې لومړنۍ پايلې د چنګاښ په ١١ مه اعلان کړې واى.

احمدي زياته کړه:(( حتما له بهر نه پر کمېسيون فشار راغلى، چې پايلې وځنډوي او کمېسيون بايد دغه کار نه واى کړى. د پايلو ځنډول د کمېسيون پر وړاندې د خلکو د بد بينۍ سبب ګرځي، خلک به پر کمېسيون باور ونه لري او حتى خپلواکي يې تر پوښتنې لاندې راولي.))

د کندوز يوه اوسېدونکي نصرت الله نقيبي وويل، خلکو تمه درلوده، چې د لومړنيو پايلو په اعلان سره به، ستونزې تر يوې کچې کمې شي، خو ليدل کېږي ، چې لا هم په کمېسيون کې ځينې لاسونه شته، چې د پايلو د بدلون په هڅه کې دي.

هغه زياته کړه:(( په هره اندازه چې ټاکنيزې ناندرۍ لوړېږي او پايلې شاته لوېږي، په همغه اندازه بحران زياتېږي، هغه کسان چې رايه يې ورکړې، ناهيلي کېږي او احتمالا په وروستيو ټاکنو کې به ګډون ونه کړي، ځکه څنګه چې تمه وه  د خلکو رايو ته هغه ډول درناوى ونه شو.))

 د هلمند د مرکز د لښکرګاه اوسېدونکى احمدشاه وايي، چې د ټاکنو د پايلو ځنډېدل د قانون خلاف دي او کمېسيون بايد د خپلې پخوانۍ ژمنې پر بنسټ پايلې په ټاکلي وخت اعلان کړې واى، خو بيا هم امکان لري، چې دواړه سيال کانديدان  په تفاهم بوخت شي، چې دا يو مثبت حرکت دى او د مقابل لوري بهانې له منځه وړي.

 

 د هلمند يو بل اوسېدونکى کامل داوري په دې اند دى، چې د ټاکنو لومړنۍ پايلو د ځينو محلونو د رايو د بيا شمېرنې له امله ځنډېدلې او کومه ناوړه پايله به ونه لري، له بلې خوا دغه ځنډ تر يوې کچې کولى شي ، چې د ټاکنيزو ستونزو د حل سبب او د  دواړو کانديدانو غوښتنې تر سره شي.

 هغه وويل:(( زه باور لرم، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې به هم بدلون ونه کړي، ځکه د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى، چې د ٤٠ هېوادونو مشران يې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته را بللي او له دې څخه معلومېږي،چې وروستۍ پايلې به په ټاکلي وخت اعلان شي.))

خو د غزني ولايت يو فرهنګي رحمت الله مرجانخېل وويل، چې که  د ټاکنو لومړنۍ پايلې له دې امله وځنډېږي، چې د دواړونو کانديدانو تر منځ سياسي جوړ جاړى وشي او غوښتنې يې پوره  شي، نو دا به د خلکو رايو ته نه درناوى او د هېواد   برخليک سره لوبه وي.

 نوموړى په دې اند دى، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد خپل کار تر سره او  پايلې يې په ټاکلي وخت اعلان کړې واى، وروسته له دې به څوک په کمېسيون باور ونه کړي او له خلکو سره دا معامله کېږي، هر کانديد چې پيسې او زور ولري، نو کمېسيون به يې هم په ګټه کار کوي.

 مرجانخېل وويل:(( زه په دې اند يم، چې دغه کسان غواړي هېواد د بحران پر لور بوځي او خپلمنځي جګړې رامنځته شي، چې بيا هم دوى نه بلکې ملت قربانېږي.))

د غزني بل اوسېدونکى حکمت الله ارين هم وويل:(( هغه کسان، چې غواړي په زور واک تر لاسه کړي، ښکاره ده، چې د ملت په غم کې نه دي او د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.))

 هغه زياته کړه، اوسمهال  کانديدان غواړي، چې په خپل منځ کې سياسي تفاهم وکړي، خو بايد دا ډول تفاهم وکړي، چې د خلکو په ګټه وي او نور نو هېواد له جګړې او وژنو څخه وژغوري.

د جلال اباد ښار اوسېدونکى رحيم الله ځيرک په دې اند دى، چې د ټاکنو د پايلو ځنډول د معاملو لپاره څادر غوړوي او احتمال لري، چې ټاکنې د بحران لور ته ولاړې  شي.

په ننګرهار کې د ثمرخېل لېسې ښوونکي سيدمحمد وويل، چې لومړنۍ پايلې که د هر کانديد په ګټه وي، بايد په ټاکلي وخت اعلان شوې واى. په ټاکنو کې حتما يو لورى بريالى اعلانېږي، خو دا چې ټاکنې شاته وغورځېدې، د ولسمشر ځانګړې موخه په کې نغښتې ده.

 د لغمان اوسېدونکي عبدالجبار وويل، چې يوه نوماند ګواښ کړى و، چې که چېرته د ټاکنو لومړنۍ پايلې دده په ګټه نه وي،نو په کابل کې به اړو دوړ جوړ کړي.

 د پکتيا ولايت اوسېدونکي رحمت الله وويل، چې د ټاکنو د پايلو ځنډېدل د ټاکنو کمېسيون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي. کمېسيون بايد د هېچا تر فشار لاندې رانه شي او ټوله پروسه له اساسي قانون سره سمه مخته يوسي.

د پکتيا ولايت يو بل اوسېدونکى دولت خان په دې نظر دى، چې د ټاکنو د پايلو ځنډېدل ممکن د کمېسيون او کانديدانو تر منځ  د تفاهم لپاره شوى وي.

هغه زياته کړه، چې احتمال لري، د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د ټاکنو پر کمېسيون فشار راوړى وي، چې دغه فشار ټوله پروسه تر پوښتنې لاندې راولي او کمېسيون بايد خپله خپلواکي وساتي.

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.