ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې وسله وال له مالدارو باج اخلي

بدخشان کې وسله وال له مالدارو باج اخلي

author avatar
3 Jul 2014 - 12:23
بدخشان کې وسله وال له مالدارو باج اخلي
author avatar
3 Jul 2014 - 12:23

کندوز (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): د کندوز ولايت يو شمېر مال لرونکي شکايت کوي چې په بدخشان ولايت کې وسله وال ترې د رمې د څر په بدل کې  باج اخلي.

 

په لسګونو مال لروونکو د کندوز والي دفتر ته عريضه کړې او هغه يې غوښتي، چې دغه ستونزه حل کړي.

دوى وايي، چې له څو مودې راهيسې خپلې رمې د بدخشان ولايت د ارغنچخواه ولسوالۍ شيوه دښتو ته د څر لپاره بيايي، خو نا پېژانده وسله والو له هرې رمې تر ٢٠ پورې پسونه په زور بېولي دي.

 

د پاينده محمد په نوم يوه مال لرونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هر کال دوى خپل مالونه د شيوه ولسوالۍ شنو څرځايونو ته د څر لپاره بيايي، خو په دې وروستيو کې غير قانوني وسله وال دغه دښتې ته راغلي او هغه کسان چې دلته له نورو ولايتونو خپلې رمې راولي، بايد حق ورکړي.

 

دغه مالدار وايي: ((خپله مې له اوو نورو مالدارو سره شيوه دښتې ته خپله رمه د څر لپاره بېولې وه، وسله والو کسانو له هرې رمې شل پسونه په زور بوتلل، نو اړ شوو چې دولت ته خبر ورکړو.))

 

هغه زياته کړه، چې د باج اخيستلو موضوع يې د بدخشان له ځايي چارواکو سره شريکه کړې او دوى ته يې ويلي دي، چې دغه څاروي احتمالا د غير قانوني وسله والو کسانو له خوا وړل شوي دي.

 

د نوروز بيردي په نوم د کندوز يو بل مالدار وايي، چې وسله والو کسانو له ٣٠ تر ٤٠ پورې پسونه له دوى څخه په زور بوتلل او ګواښ يې وکړ، چې که له قانون نه سرغړونه وکړي، نو تر دې زيات مالونه به ترې يوسي.

 

دغه مالدار ادعا وکړه، چې د بدخشان چارواکي په دې ډول قضيو کې لاس لري او دا پسونه د هغوى د لاسپوڅو له خوا غلا کېږي.

مالداران ادعا کوي، چې شيوه دښته له تېرو دوو پېړيو راهيسې د شمال ختيځو ولايتونو ګډ څرځاى دى او دوى هم د خپلو مالونو د څر لپاره دغه سيمې ته ځي.

 

د کندوز والي غلام سخي بغلانى وايي، چې د بدخشان له والي سره يې په ټيلېفوني خبرو کې له هغه غوښتنه کړې، چې د کندوز د مالدارو ستونزې زر تر زره حل کړي.

هغه زياته کړه، چې د کندوز سکتوري رياست ته هم لارښوونه شوې، چې د موضوع په اړه کورنيو چارو وزارت ته هم راپور ورکړي، چې د حل په موخه يې ګامونه اوچت کړي.

 

خو د بدخشان د والي وياند احمد نويد پروتن وايي، چې دوى تر اوسه هېڅ له مال لرونکو هېڅ داسې کوم شکايت نه دى تر لاسه کړى، چې ګني غير مسوول اشخاص او افراد ورڅخه غير قانوني پيسې او باج اخلي.

هغه وويل، چې مالداران دې د بدخشان والي دفتر ته عريضه وکړي، څو ددې ستونزې د نږدې څېړلو لپاره يو پلاوى ساحې ته واستول شي.

فروتن زياته کړه، چې دوى موضوع څېړي او که چېرته دا ډول کسان خلک او مالداران وځوروي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د ويلو ده، چې تېره مياشت د بدخشان د خواهان او کوفاب ولسوالۍ خلکو د( دشت ايش) څرځاى پر سر، چې د دواړو ولسواليو په سرحد کې پروت دى، نښتې وکړه. ددغه نښتې په ترڅ کې يو کس ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.