ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پر هوايي ډګر راکټي بريد وشو

د کابل پر هوايي ډګر راکټي بريد وشو

author avatar
3 Jul 2014 - 11:44
د کابل پر هوايي ډګر راکټي بريد وشو
author avatar
3 Jul 2014 - 11:44

کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): د کابل پر هوايي ډګر راکټي بريد شوى، چې له امله يې مالي زيانونه اوښتي دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس پاسوال ګل اغا پاچا د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د کابل پر نړيوال هوايي ډګر راکټي بريد شوى دى.

هغه زياته کړه، چې دوه راکټونه د هوايي ډګر په دننه ساحه کې لګېدلي، خو دمګړۍ د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

خو په هوايي ډګر کې يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل ،چې يو راکټ د چورلکو پر ډيپو لګېدلى دى.

سرچينې زياته کړه، چې د راکټ لګېدو له امله په ډيپو کې اور لګېدلى، خو چورلکو ته زيان نه  دى اوښتى.

يادې امنيتي سرچينې د ملي دفاع له وزارته وغوښتل، چې ژر تر ژره چورلکې له دغه ځايه ولېږدوي.

يادې سرچينې وويل چې بل راکټ په هواره ساحه کې لګېدلى او کوم زيان يې نه دى اړولى.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.