خوست (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): د خوست د نوي ګمرک په جوړېدو به د کمرګي عوايدو په لوړېدو سربېره په محصولاتي سيستم کې اسانتياوې رامنځ ته شي.
دا څرګندونې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د دغه ګمرک د ودانۍ د پرانيستلو په مراسمو کې وکړې.
زاخېلوال زياته کړه: ((سوداګر به وکولى شي چې خپل سوداګريز مالونه په منظمه توګه محصول کړي او هم به د دولتي عوايدو په لوړاوي کې مهم رول ولري.))
نوموړي وايي، چې ډېر ژر به د خوست- غلام خان لاره په عملي توګه ترانزيټ شي او له همدې امله به خوست ولايت د سيمې په کچه پر يوه مهم سوداګريز مرکز بدل شي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه نوي ګمرک لپاره د ودانۍ پر جوړولو د نړيوال بانک نږدې شپږ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلی دى.
دغه ودانۍ، چې د خوست ښار لوېديځ ته د ″بادام باغ″ په سيمه کې پر سل جريبه ځمکه جوړه شوې، ټولې هغه اسانتياوې لري چې د ګمرکي چارو لپاره اړينې دي.
والي وايي: ((په يادې ودانۍ کې د بار وړونکو موټرو لپاره تم ځايونه، دوه پوړييزه ادارې ودانۍ، جومات او د مالونو د ښکته کولو دوه لوی ګودامونه شامل دي.))
د خوست د سوداګرو او د صنفي ټولنې مشر کرامت خان خپلواک پژواک ته وويل، چې دولت ته په کار ده څو د خوست- غلام خان لارې د ترانزيټي کولو چارې ګړندۍ کړي.
خپلواک د ګمرک لپاره د نوې ودانۍ جوړېدل ښه کار بولي، چې په وينا يې سوداګريزې او ګمرکي چارې به ورسره اسانه شي.
د خوست پخوانى ګمرګ چې د خوست ښار اړوند د ″مټۍ چينې″ په سيمه کې اباد دى وړې کاري خونې او د بار وړونکو موټرو د درېدو لپاره معياري ځاىنونه نه لري.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن