ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار شریف کې چاودنې ‘١٢ کسانو’ ته مرګ ژوبله واړوله

مزار شریف کې چاودنې ‘١٢ کسانو’ ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
3 Jul 2014 - 19:55
مزار شریف کې چاودنې ‘١٢ کسانو’ ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
3 Jul 2014 - 19:55

مزار شریف ( پژواک ۱۲ چنګاښ ۹۳ ) : امنيتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د روژه ماتي پر مهال شوې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي. 

دا چاودنه نن د چنګاښ په ۱۲مه، د ماښام په شاوخوا اوه بجو او ۲۵ دقیقوو د روژه ماتي پر مهال د مزار شریف ښار اړونده د روضې لویدیځ لوري ته د کفایت مارکېټ مخې ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند جنرال ایوب سالنګی وایي چې چاودنه د خلکو د ګڼې ګوڼې پرمهال شوې چې له امله یې یو ملکي وګړي وژل شوی او ۷ نور ژوبل شوي دي.

خو د مزار شریف د ملي روغتون سرطبیب ډاکټر نور محمد فیض پژواک ته وویل چې دوی ته له یادې چاودنې ۲ مړي او ۹ ټپیان راوړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې په ټپیانو کې څلور ماشومان دي او ددوو حالت داندیښنې وړ دی.

خو د کفایت مارکیټ مخې ته ولاړ یوه پولیس پژواک اژانس ته وویل چې ده پخپله درې مړي او ۱۰ ټپیان موټر ته پورته کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې چاودیدونکي توکي په یوه بوجۍ کې وو او په یوه کثافت دانۍ کې ځای پر ځاي شوي وو.

دغه پولیس وویل ، چاودنه د بولیسو دیوه رنجر موټر او د ملکي وګړو دیوه موټر ترمنځ ساحه کې شوې، خو پولیسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه ددې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.