ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نعيمي: وزيرستاني کډوالو ته اسانتياوې برابروو

نعيمي: وزيرستاني کډوالو ته اسانتياوې برابروو

author avatar
5 Jul 2014 - 15:37
نعيمي: وزيرستاني کډوالو ته اسانتياوې برابروو
author avatar
5 Jul 2014 - 15:37

خوست (پژواک ١٤چنګاښ ٩٣): د خوست والي وايي، چې د وزيرستاني کډوالو ستونزو ته به په سمه توګه رسيده ګي وکړي.

عبدالجبار نعيمي دا ژمنه د چنګاښ په ١٤مه دغه ولايت ته له شمالي وزيرستانه د راکډه شوو کورنيو له مشرانو سره په ليدنه کې وکړه.

د نوموړي له دفتره پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي، د خوست والي ژمنه کړې چې له نړيوالو مرسته کوونکو سره به په همغږۍ کډوالو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.

سرچينه زياتوي، نعيمي کډوالو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د روغتيا او د هغوی د زده کوونکو د زده کړې په برخو کې په کمپ کې دننه اسانتياوې رامنځته کړي.

د ولايت له مقامه دغه خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې د وزيرستاني کډوالو يو شمېر مشرانو له افغان دولت او نړيوالو مرستندويه ټولنو څخه د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

سرچينې ويلي، چې کډوالو د لومړنيو توکو په رسولو او ځينو نورو برخو کې د ستونزو د هوارۍ لپاره له مسوولو چارواکو د عملي ګامونو پورته کول وغوښتل.

د تېرې پنجشنبې په ورځ افغان او بهرني جګپوړي پلاوي په خوست کې د وزيرستاني کډوالو د کمپ تر ليدو وروسته له هغوی سره د اړينو توکو د مرستو اعلان کړى دى.

دغه پلاوي ويلي، چې کډوال تر هر څه مخکې لومړنيو اړينو خوراکي او غير خوراکي توکو ته اړتيا لري، چې افغان دولت او نړيواله ټولنه په دې برخه کې همکاري وکړي.

دوه ورځې مخکې د بلخ ولايت يو شمېر سوداګرو هم خوست او پکتيکا ولايتونو ته له شمالي وزيرستان څخه له راکډه شوو کورنيو سره د لسو ميليونو افغانيو د مرستې اعلان وکړ.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه خوست او پکتيکا ته له وزيرستانه د راکډه شوو کورنيو شمېر تر ۲۵ زره اوښتی، چې يوازې ۴ زره کورنۍ يې د لومړنيو توکو له مرستو برخمنې شوې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.