ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل، له هېواده د تېښتې شایعه د ځان پر وړاندې دسيسه وبلله

author avatar
5 Jul 2014 - 16:50
author avatar
5 Jul 2014 - 16:50

 کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا پخواني مشر له هېواده د تېښتې شایعه د ځان پر وړاندې دسيسه بولي او وايي، چې د ځان د درملنې په موخه بهر ته تللى و.

 ضياءالحق امرخېل په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې د درملنې په موخه دوبۍ ته تللى و، خو د نوموړي پر وړاندې پروپاګنډ او دسيسه جوړه شوې، چې ګواکې له هېواده تښتېدلى دى.

 هغه زياته کړه، چې د يوه افغان په توګه له يوه عادي پاسپورټ او ويزې سره د يوه منظم سفر له لارې پر سفر تللى و، چې دا د هر افغان حق دى، خو يو شمېر کړيو دغه سفر ته د تېښتې او له هېواده د وتو نوم ورکړى دى.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا پخواني مشر زياته کړه: ” زه نه کومه دوسيه لرم او نه د کومې محکمې له لوري تورن يم. نو له همدې امله زما په اړه ټولې اوازې بې بنسټه دي او غواړم چې په خپل هېواد کې، خپلو خلکو ته د خدمت لپاره ژوند وکړم او د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې په هېواد کې پاتې شم.”

 امرخېل، په هغه پورې د غږيز کليپ تړل هم جعلي وبلل او ويې ويل، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون بايد دغه قضيه په پوره دقت او په بې پرې ډول وڅېړي ، له ملت سره يې شريکه کړي او دغه کمېسيون د دې وړتيا لري.

 

د ډاکټر عبدالله ټاکنيز ټيم د روانې مياشتې په لومړيو کې، هغه غږيز کليپ د رسنيو په واک کې ورکړ، چې امرخېل د ټاکنو پروسې پر مهال د ډاکټر اشرف غني ټيم ته په کې په درغلۍ کولو تورن شوى و.

خو امرخېل ټينګار وکړ: ” کومې ډلې او څېرې، چې په دغې دسيسې کې ښکېلې دي، نو په نږدې راتلونکي کې به افشا شي، چې په کوم ځاى کې يې دغه اواز جوړ کړى دى.”

امرخېل د خپلې استعفا په اړه وويل، چې د ټاکنو پروسې ته د عبدالله عبدالله راګرځېدو په موخه يې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

 هغه وويل: ” زه د يوه افغان په توګه دې ته حاضر شوم، چې د ټاکنو له پروسې سره د عبدالله عبدالله د يو ځاى کېدو په موخه له خپلې دندې استعفا ورکړم او دې پايلې ته ورسېدم، چې بايد استعفا ورکړم، ترڅو د عبدالله عبدالله ځنډول شوې اړيکې عادي حالت ته راوګرځي او د ټاکنو د کمېسيون پرېکړې ومني او د کمېسيون اصولو او مقرراتو ته درناوى وکړي او ټول هغه کړه وړه او اصول چې د نوم ليکنې پر مهال يې لاسليک کړي، هغه رعايت کړي.”

 نوموړي زياته کړه، چې په ټاکنو کې د واليانو او امنيه قوماندانانو په ګډون دولتي لوړ پوړي چارواکي بې پلوه نه وو او تر خپله بريده يې هڅه وکړه، چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، خو نوموړي هڅه کړې چې د دوى د دغه کار مخه ونيسي.

 

نوموړي د ټاکنو ورځې پېښې ته په اشارې سره وويل، چې د ټاکنو په ورځ د کابل پوليسو د قوماندان له دسيسې سره مخ شو او دغې دسيسې خلک له رايې ورکولو محروم کړل.

 دا په داسې حال کې ده، د ټاکنو په ورځ کله چې امرخېل د کابل ښار ١٢ ناحيې او سروبي ولسوالۍ ته د ټاکنيزو توکو د لېږد هوډ درلود ، نو د کابل امنيه قوماندان له لوري له ټولو ټاکنيزو توکو سره يو ځاى ودرول شو او په ټاکنو کې د درغلۍ تور يې پرې ولګاوه.

 نوموړي، دغه ټول تورونه رد کړي او ويلي يې دي، چې ټاکل شوې وه دغه توکي د رايې ورکولو هغو مرکزونو ته چې د رايى پاڼو له کمښت سره مخ وې، ولېږدوي چې د پوليسو له لوري يې د لېږد مخنيوى شوى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.