ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې شپږ وسله وال وژل شوي

بدخشان کې شپږ وسله وال وژل شوي

author avatar
5 Jul 2014 - 12:53
بدخشان کې شپږ وسله وال وژل شوي
author avatar
5 Jul 2014 - 12:53

فيض اباد (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې شپږ وسله وال مخالفين شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن وايي چې دغه مرګ ژوبله له هغه وروسته رامنځته شوې چې وسله والو طالبانو تېره شپه د جرم ولسوالۍ په راغق او پول سوچ سيمو کې له دريو اړخونو د امنيتي ځواکونو پر مېشت سيمې بريد وکړ.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د طالبانو بريد پر شا تنبول شوى او امنيتي ځواکونو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

فروتن زياته کړه، چې جګړې د شپې له ٨ بجو تر دوولسو بجو پورې دوام درلود.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خپلو پلويانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو زياته کړې يې ده، چې په جرم ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده او په اړه به يې نور معلومات په راتلونکي کې وړاندې شي.

سيمه ييز چارواکي وايي، دولتي ځواکونه هڅه کوي، ترڅو خستک او فرغامنچ کلي ته چې د وسله والو مخالفينو اډې پکې موجودې دي، ور دننه شي.

بلخوا د جرم اوسېدونکي روانې جګړې سخت اندېښمن کړي دي.

د راغک کلي يوه اوسېدونکي حبيب الله وويل: “د روژې مياشت ده، دولت او طالب دواړه بايد جګړه بس کړي.”

هغه زياته کړه، چې خلک د جګړې له دوام څخه تر پزې را رسېدلي او له کار او کرنې لرې پاتې دي.

د ويلو ده، چې د جرم ولسوالۍ له دهن خستک سيمې سره په نږدې سيمه کې د جګړې له امله څلور وسله وال مخالفين، دوه ملکيان او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوي و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.