ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمدي ، سنګين ته د نورو سرتېرو او امکاناتو لېږلو ژمنه وکړه

author avatar
5 Jul 2014 - 17:41
author avatar
5 Jul 2014 - 17:41

لښکرګاه (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): د ملي دفاع وزير وايي، د هلمند د سنګين ولسوالۍ امنيتي ستونزې به هواروي او همداراز به دې ولسوالۍ ته لا نور سرتېري لېږي او امکانات به ورته برابروي.

د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي د شنبې په ورځ (د چنګاښ ١٤مه) له سنګين ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه او بيا يې په مرکز لښکرګاه کې د دې ولايت له مسوولينو سره تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره خبرې وکړې.

ده وويل، چې هلمند ولايت ته يې د راتګ موخه د سنګين ولسوالۍ د امنيتي وضعيت جاج اخيستل او له سرتېرو ليدل و.

هغه زياته کړه، د سنګين په ځينو سيمو کې لا هم وسله وال واکمن دي، خو جګړه تر پخوا اوس کمه شوې ده.

د محمدي په وينا، د دې ولسوالۍ د امنيت د بشپړ ټينګښت په موخه به لا نور سرتېري ور واستوي او هم به هغوى ته نور امکانات برابر کړي.

د ملي دفاع وزير وايي ، هڅه کوي نه يواځې سنګين، بلکې د پوځي عملياتو له لارې د هلمند ټولې ولسوالۍ له امنيتي ګواښ څخه وژغوري.

د يادونې دى، چې په سنګين ولسوالۍ کې له دوو اونيو راهيسې د امنيتي سرتېرو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه روانه ده، چې له امله يې دواړو لورو او همداراز ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.