ښرنه (پژواک،١٥چنګاښ٩٣):په پکتيکا او بغلان ولايتونو کې د وسله والو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښتو کې اته سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د پکتيکا ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان وياند غلام محمدوطنمل پژواک خبري اژانس ته وويل، سرتېرو يې نن سهار د ” زاوکۍ ” په سيمه کې له وسله والو سره نښته کړې ده.
د وطنمل په وينا، په دې نښته کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده؛خو په اړه يې معلومات نشته.
دغه راز د دې ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، وسله والو تېره شپه درې بجې د زواکۍ په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ.
هغه وويل، نښتې نيم ساعت دوام وکړ، چې په پايله کې د پوستې د قوماندان “صاحب خان” په ګډون پنځه پوليس وژل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دې بريد په ترڅ کې يې شپږ سيمه ييز پوليس وژلي او يو شمېر وسلې يې هم له ځانه سره وړې دي.
همدارنګه د بغلان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالبشير رشيدي پژواک ته وويل، چې وسله والو په دهنه غوري ولسوالۍ کې د يوه بريد په ترڅ کې درې سيمه ييز پوليس وژلي دي.
رشيدي وويل، چې وسله والو طالبانو دې سيمه ييزو پوليسو ته کمين نيولى وو او تر بريد وروسته د پېښې له سيمې تښتېدلي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن