ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اته سيمه ييز پوليس ووژل شول

اته سيمه ييز پوليس ووژل شول

ښرنه (پژواک،١٥چنګاښ٩٣):په پکتيکا او بغلان ولايتونو کې د وسله والو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښتو کې اته سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د پکتيکا ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان وياند غلام محمدوطنمل پژواک خبري اژانس ته وويل، سرتېرو يې نن سهار د ” زاوکۍ ” په سيمه کې له وسله والو سره نښته کړې ده.

د وطنمل په وينا، په دې نښته کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده؛خو په اړه يې معلومات نشته.

دغه راز د دې ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، وسله والو تېره شپه  درې بجې د زواکۍ په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ.

هغه وويل، نښتې نيم ساعت دوام وکړ، چې په پايله کې د پوستې د قوماندان  “صاحب خان” په ګډون پنځه پوليس وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دې بريد په ترڅ کې يې شپږ سيمه ييز پوليس وژلي او يو شمېر وسلې يې هم له ځانه سره وړې دي.

همدارنګه د بغلان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالبشير رشيدي پژواک ته وويل، چې وسله والو په دهنه غوري ولسوالۍ کې د يوه بريد په ترڅ کې  درې سيمه ييز پوليس وژلي دي.

رشيدي وويل، چې وسله والو طالبانو دې سيمه ييزو پوليسو ته کمين نيولى وو او تر بريد وروسته د پېښې له سيمې تښتېدلي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.