ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فکر او عمل جرګه:د ټاکنو لومړنۍ پايلې دې اعلان شي

author avatar
6 Jul 2014 - 18:02
author avatar
6 Jul 2014 - 18:02

کابل(پژواک١٥چنګاښ٩٣):د ټاکنو له پايلو سره دې سليقوي او سياسي برخورد نه کېږي؛ بلکې د ټاکنو کمېسيون د طرزالعمل پر بنسټ دې لومړنۍ پايلې اعلان شي.

دغه څرګندونې د چنګاښ په ١٥مه د “فکر او عمل”  جرګې غړو په کابل کې د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې وکړې.

د دې جرګې وياند حليم فدايي د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو د پايلو سره دې سليقوي او سياسي برخورد نه کوي.

فدايي وويل، که چېرته يې غوښتنه ونه منل شي؛ نو په ټول هېواد کې به پر خپلو مدني حرکتونو او لاريونونو لاس پورې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې هيچا ته به اجازه ورنه کړي؛څو د افغانستان دخلکو پر برخليک لوبې وکړي او د ټاکنو پايلې د معاملو او دسيسو قرباني کړي.

د ده په وينا، په ټاکنيزو ستونزو، درغليو او نيوکو د څېړلو يواځينۍ حل لاره د ټاکنېزو شکايتونو د کمېسيون دى.

ده له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د سياسي انتقال د پروسې په لېږد کې دې مرسته وکړي.

د دې جرګې بل غړي ګلاب منګل وويل، خلک د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنيو پايلو اعلان ته په تمه دي او بايد په خپل ټاکلي وخت اعلان شي.

منګل وويل، چې په افغانستان کې خلک له اېتلافي حکومتونو ستړي شوي؛ نو له دې امله د تحول او تداوم ټيم د اېتلافي حکومت د رامنځ ته کولو هڅه نه کوي.

د ټاکنولومړنۍ پايلې د ټاکنو قانون له مخې بايد تېره اوونۍ اعلان شوې واى؛خو د چارواکو په وينا، د تخنيکې ستونزو له امله چاره دوشنبې ته وځنډېده.

د تحول او تداوم ټيم هم ټينګار کړی، چې د ټاکنو کمېسيون بايد دټاکنو لومړنۍ پايلې دې سبا دوشنبه اعلان شي؛خو د اصلاحاتو او همپالني ټیم د دې پايلو د ځنډ غوښتنه کوي.

د دې ډلې په باور دا پايلې بايد تر هغه وخته ځنډنې وي، چې د دوى په وينا، پاکې او ناپاکې رايې سره جدا شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.