لښکرګاه(پژواک۱۶چنګاښ٩٣):کورنیو چارو وزارت د هلمند د امنيت په موخه د سنګین او موسی کلا ولسوالیو دسيمه ييزو پولیسو په تشکیل او شمېر کې زياتوالى راوستلى دى .
د دې وزارت دسیمه يیزو پولیسو عمومي رييس پاسوال علیشا احمدزي په سنګین کې خبریالانو ته وویل، چې۲۰۰ سيمه ييز پوليس يې د سنګين او ۵۰ نور يې د موسى کلا په تشکيل کې زيات کړل.
احمدزى وايي، چې له دې سره په سنګین ولسوالۍ کې د سیمه پولیسو شمېر ۵۰۰ او موسی کلا کې ۲۰۰ تنو ته ورسېد.
دى وايي،چې په يادو ولسواليو كې د سيمه ييزو پوليسو زياتوالی د ولسمشر د وروستيو حكمونو په اساس رامنځ ته شوی، چې له مخې به يې په امنیتي برخه کې دپام وړ بدلون رامنځته شي.
دده په وینا، په هلمند کې سیمه یزو پولیسو مثبتې پایلي لرلي، په داسي حال کې چې جنګي وسایل او هیڅ ډول امکانات نه ورکول کېږي.
احمدزي زیاته کړه، په همدې موخه يې له کابل څخه دهلمند سنګین ولسوالۍ ته سفر وکړ او په اړ ونده برخه کې يې ستونزې له نږدې وکتلې.
بلخوا په سنګین ولسوالۍ کې د ۴۰۶ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمود محمود وايي، چې دسنګین جګړه د ماینونو دشتون له امله اوږده شوې ده.
نوموړي ویل، دوی هغه تخنیکي وسایل اومسلکي پرسونل نه لري، چې په اسانۍ سره خښ کړل شوي ماینونه له منځه یوسي.
محمود وویل، اوس مهال یې له امله دامنیتي ځواکونو سر بېره عام وګړي له ګواښ سره مخ دي.
د چارواکو په وینا،په سنګین کې اوس هم جګړه دوام لري، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې پیل شوه او په کې سلګونه ملکي وګړو او ښکیلو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته.
تر دې مخکې د هلمند امنيه قوماندان هم ويلي و ، چې د سنګين جګړه يې مهار کړې ، خو خښ شوو ماينونو يې د سرتېرو د پرمختګ مخه نيولې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن