ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارګون جنايي مدير ووژل شو

د ارګون جنايي مدير ووژل شو

author avatar
10 Jul 2014 - 09:10
د ارګون جنايي مدير ووژل شو
author avatar
10 Jul 2014 - 09:10

ښرنه (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): په يوه ځانمرګي بريد کې د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ جنايي مدير وژل شوى او د څلور پوليسو په ګډون اوه تنه ټپيان شوي دي.

نا تاييد شوي راپورونه وايي، چې په دې پېښه کې د پکتیکا د سیمه ییزو پولیسو عمومي قوماندان عزیزالله کاروان هم ټپي شوى دى.

 د دغه ولايت امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد  تېره ورځ ناوخته د ارګون ولسوالۍ د بازار اړوند د پوليسو د تلاشۍ پوستې ته نږدې  شوى دى.

ملاخېل وويل: ((پوليسو په سيمه کې تلاشي کوله، پر يوه کرولا موټر شکي شوي وو، کله چې يې ورته د درېدو امر وکړ، چاودنه يې وکړه.))

د ارګون ولسوالۍ د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، له دې پېښې ورته اوه ټپيان ور وړل شوي، چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

وسله وال طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.