کلات (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): په زابل ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون څلور سيمه ييز پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.
دا پېښه تېره شپه د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ګل محمد د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې د شهر صفا ولسوالۍ د خانوزو په سيمه کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، د دوى لومړني معلومات ښيي، چې دوو پوليسو د قوماندان په ګډون د پوستې څلور پوليس وژلي او بيا په تېښته بريالي شوي دي.
خو د ګل محمد په وينا، وروسته معلومه شوه چې دغه دوه پوليس خپلو کورونو ته تللي دي.
دى وايي، چې د يادې امنيتي پوستې يو رينجر موټر، پنځه ميله کلاشينکوفونه، يو ميل پيکا او يوه پايه مخابره هم ورکه شوې ده.
د هغه په وينا، د دې پېښې د څېړلو په موخه له کندهار ولايت څخه يو پلاوى ورغلى دى.
بلخوا وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د يادې پوستې دوو نفوذي پوليسو خپل ملګري وژلي او بيا له دوى سره يو ځاى شوي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د امنيتي سرتېرو د مرموزو وژنو پېښې زياتې شوې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن