ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني ټولنې: جان کري دې بې پرې درېيمګړى وي

مدني ټولنې: جان کري دې بې پرې درېيمګړى وي

author avatar
10 Jul 2014 - 14:06
مدني ټولنې: جان کري دې بې پرې درېيمګړى وي
author avatar
10 Jul 2014 - 14:06

خوست ښار (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): په خوست کې د مدني ټولنو يو شمېر غړو او قومي مشرانو د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو له دواړو کانديدانو وغوښتل، چې په هېواد کې دې بحراني حالت نه رامنځته کوي.

دوی ويل چې د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزير جان کري په منځګړيتوب دې د سولې ټينګښت او د ځورېدلو افغانانو د هوساينې لپاره د يو بل پر وړاندې مخالفتونه شا ته وغورځوي.

د راپورونو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د افغانستان د دويم پړاو ټاکنو په ترڅ کې د کانديدانو تر منځ د رامنځته شوې ستونزې د هوارۍ لپاره کابل ته راتلونکی دی.

ويل کېږي چې جان کري به لومړی سبا د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره په جلا ډول وويني.

په همدې ترڅ کې د خوست د مدني ټولنې يوه غړي الياس وحدت په جوړ شوي خبري کنفرانس کې له جان کيري وغوښتل، چې د غربي ګټو په خاطر د افغانستان د خلکو قربانۍ تر پښتو لاندې نه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې جان کيري دې په دې مسئله کې په بشپړ ډول بې پرې واوسي او د افغانانو د روښانه راتلونکي په ګټه دې منځګړيتوب وکړي.

وحدت وويل:((جان کيري دې د افغانستان د اساسي قانون او د ټاکنو د خپلواکو کمېسيون د قوانينو په نظر کې نيولو سره دواړه کانديدان يوې هوکړې ته ورسوي او په دې برخه کې دې له بې پرېتوب څخه کار واخلي.))

د دغه ولايت يوه قومي مشر رسول محمد تڼي پر دواړو نوماندانو غږ وکړ، چې د قرنطين شوو رايو تر بيا شمېرلو پورې له زغمه کار واخلي او تاتريخوالي ته دې لمن نه وهي.

دغه راز نوموړي غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو د دواړو کمېسيونونو پرېکړو ته دې درناوی وشي او له قانوني لارې ټاکل کېدونکی جمهور رييس دې د هېواد واګې په لاس کې واخلي.

رسول محمد تڼي له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې د کانديدانو له لوري د ټاکنو د پايلو د نه منلو په صورت کې دې د بحراني حالت په رامنځته کېدو سره مداخله وکړي او د هوارۍ لار دې ورته ولټوي.

يوه بل قومي مشر موسی جان دويم پړاو ټاکنې يوه تاريخي پروسه وبلله او ويې ويل چې که درناوی ورته ونه شي، نو ممکن د تېرو ديارلسو کلونو لاسته راوړنې پر اوبو لاهو شي.

نوموړي د ټاکنو له دواړو کمېسيونونو غوښتنه وکړه، چې پرته له کوم کورني او بهرني فشار څخه خپلو کارونو ته د قوانينو په رڼا کې دوام ورکړي.

د يادونې ده، د دويم پړاو ټاکنو د لومړنيو پايلو تر اعلان وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې خپلو پلويانو ته په خبرو کې دغه پايلې د نه منلو وړ وبللې.

نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي نو په هېواد کې به د موازي حکومت د رامنځته کېدو اعلان وکړي، خو د امريکا په غوښتنه يې له خپلو پلويانو وخت غوښتی دی.

همدارنګه تېره ورځ د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوبا هم له ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ټيلېفوني خبرې کړې دي.

راپورونه وايي، چې ولسمشر بارک اوبا دواړو کانديدانو ته خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بحراني حالت رامنځته کولو ته زمينه برابره نه کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.