کندهار ښار ( پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٣ ) : د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د پنځو ښځو په ګډون ٨ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د چنګاښ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا لسو بجو د پنجوايي ولسوالۍ د ناخوني په سيمه کې پر يوه سراچه موټر شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې ٨ ملکي وګړي وژل شوي ، چې پنځه يې ښځې او درې يې نارينه دي.
درانى وايي، چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان ټپيان شوي او ياد موټر په بشپړه توګه له منځه تللى دى.
د نوموړي په وينا، وژل شوي او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن