ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ملي اردو به د خپلو وينو په بدل کې له هېواده دفاع وکړي

چارواکي: ملي اردو به د خپلو وينو په بدل کې له هېواده دفاع وکړي

author avatar
8 Jan 2015 - 18:26
چارواکي: ملي اردو به د خپلو وينو په بدل کې له هېواده دفاع وکړي
author avatar
8 Jan 2015 - 18:26

کابل (پژواک ١٨ مرغومى ٩٣): د ملي اردو چارواکي وايي، امنيتي ځواکونه که څه هم په تېر زېږديز کال کې د ډېرو بدلونونو شاهدان وو، خو بيا يې هم پر وړاندې توطيه دوام لري او ملي ځواکونه په ځانګړي ډول ملي اردو به له هېواد څخه د خپلو وينو په بدل کې دفاع کوي.

د کابل د ١١١ فرقې قوماندان ډګر جنرال قدم شاه شهيم نن په هغو مراسمو کې چې په دغه فرقه کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليت د لېږد په موخه تر سره شول، وويل چې اوسمهال امنيتي ځواکونو د هېواد له خاورې څخه په خپلواک ډول د دفاع کولو وړتيا پيدا کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د يادې فرقې منسوبينو له تېرو نهو مياشتو راهيسې له کابل پرته په بدخشان، هلمند او کاپيسا ولايتونو کې هم د امنيت پر ټينګولو لګيا دي او ملي اردو د نورو امنيتي ځواکونو په مرسته هڅه کوي، څو په ټول هېواد کې د غوره حکومتوالۍ لپاره زمينه برابر کړي.

د ناټو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د ايساف ځواکونو ١٣ کلن جګړه ييز ماموريت په ٢٠١٤ زېږديز کال کې پاى ته ورسېد او د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموريت چې له افغان ځواکونو سره په کې همکاري او  روزنه شامل دي، په نوي کال کې پيل شوى دى.

افغان امنيتي ځواکونه به له دې وروسته د هېواد ټول امنيتي مسووليتونه پر غاړه ولري.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست او معين لوى پاسوال محمد ايوب سالنګي په دغو مراسمو کې وويل: ” د ديارلسو کلونو له تېرېدو وروسته د دې زمينه مساعده شوې، څو افغانان په خپله په خپلواک ډول له خپل هېواده دفاع وکړي.

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه چمتو دي چې په هر ډول شرايطو کې له هېواد څخه دفاع وکړي.

سالنګي له خلکو وغوښتل چې له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او د تېر په شان يې تر څنګ ودريږي، ځکه د خلکو ملاتړ همېشه په هېواد کې د امنيتي وضعيت د ښه کېدو لامل شوى او امنيتي ځواکونه هم هڅه کوي؛ څو د خلکو په منځ کې ځاى ولري.

اوسمهال د ملي اردو د سرتېرو شمېر ٢٠٠ زره او د پوليس يې بيا ١٥٠ زره تنو ته رسيږي.

ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي ملا تره خېل محمدي د امنيتي ځواکونو کړنې او کارونه وستايل او ويې ويل: ” څوک چې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه روا بولي نو پوه دې شي چې د افغان ملي اردو يوه مسلمانه اردو ده او له دوى سره جګړه ناروا ده.”

هغه زياته کړه، چې د اسلام پيغمبر هم جهاد کړى و، هم دعوت او هم سوله او که چېرې افغانان د اسلام د پيغمبر لاره ونيسي نو د خپل هېواد په ابادولو کې به ښه ونډه واخلي.

محمدي، له هغو افغانانو چې د اوسني نظام پر وړاندې پر جګړې بوخت دي وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي؛ له هغه پرته به د امنيتي ځواکونو له سخت چلند سره مخ شي.

د ولسي جرګې دغه غړي سوله د ټولو خواوو په ګټه وبلله او ويې ويل: ” اوس چې بهرني ځواکونه هم شتون  نه لري او مسووليت افغان ځواکونو ته سپارل شوى، نو بايد ټول سره يو ځاى شو او د وطن په ابادۍ کې ونډه واخلو.”

د ولسي جرګې يوه بل غړي الله ګل مجاهد وويل: ” افغان امنيتي ځواکونه چې په جګړه کې وژل کېږي نو په مستقيم ډول جنت ته ځي، خو څوک چې د دوى پر وړاندې جګړه کوي؛ ځاى يې دوزخ دى.

هغه د هېواد ساتونکي د خپلې مور او پلار د ساتونکو په څېر وبلل او زياته يې کړه: ” امنيتي ځواکونه چې له هېواده دفاع کوي؛ هره ګړۍ يې يو اجر شمېرل کېږي او د جهاد ثواب ورته ورکول کېږي.”

مجاهد له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل ، چې په افغانستان کې  دې د دوامداره سولې د ټينګښت لپاره هڅه وکړي او په افغانستان کې دې له لاسوهنې لاس واخلي.

د ولسي جرګې دغه غړي د هېواد له عالمانو وغوښتل، چې د پاکستاني عالمانو پر وړاندې چې په افغانستان کې جګړه روا بولي؛ ټينګ ودريږي او د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه دې حرامه وبولي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.