ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې يوتن پر خپلې خور جنسي تېرى کړى

جوزجان کې يوتن پر خپلې خور جنسي تېرى کړى

author avatar
12 Jan 2015 - 16:44
جوزجان کې يوتن پر خپلې خور جنسي تېرى کړى
author avatar
12 Jan 2015 - 16:44

چاريکار، شبرغان (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٣): جوزجان کې يوتن پر خپلې خور جنسي تېرى کړى او همدارنګه په پروان کې د يوې نجلۍ مړى موندلى شوى دى.

 پوليس وايي، چې پرون شپه د جوزجان د مرکز اوسېدونکې ١٧ کلنې فرزانه باندې د خپل ورور له لوري جنسي تېرى شوى دى.

 د جوزجان امنيه قوماندانۍ د جنايي مديريت سرپرست سمونوال عبدالجميل پژواک خبري اژانس ته وويل چې فرزانه په پنځلس کلنې کې واده شوې او مېړه يې تېر کال مړى شوى، چې له هغه راهيسې يې د خپل پلار کور کې ژوند کاوه.

  هغه زياته کړه، چې د يادې مېرمنې ورور نيول شوى او د دغه جنايت په تر سره کولو يې اعتراف کړى دى.

 فرزانې پژواک ته وويل: ” ورور مې هغه مهال پر ما تېرى وکړ چې له يوې وړې خور پرته نور څوک په کور کې نه وو او مور مې بل کلي ته تللې وه؛ هر څومره چغې مې چې ووهلې نو چا مې غږ نه اورېده.”

 هغې زياته کړه، چې په خپل ورور باندې له يوې مودې راهيسې شکې شوې وه او دا بهانه به يې کوله چې د خسر کور ته ولې نه ځي؟  خو بالاخره يې پرون ددې خوله په زور پرې پټه کړه او تېرى يې ورباندې وکړ.

 

يادې مېرمنې زياته کړه، چې پلار يې د ورور د دغه کار او سرغړونې له امله سکته کړې ده.

 پوليس وايي، چې فرزانه به په شبرغان کې د امن خونې ته ولېږدول شي او قضيه به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

 فرزانې له عدلي او قضايي چارواکو غوښتي چې ورور ته يې سخته جزا ورکړي.

دغه تېري، د بشري حقونود سازمان سختې نيوکې له ځانه سره درلودې.

 جوزجان کې د دغه سازمان مشر مغفرت صميمي وويل: ” دا سخت وحشت دى چې پر چا باندې تېرى کېږي، په ځانګړي ډول د خپلې کورنۍ غړى او هغه هم يوه خور د خپل ورور له لوري.”

هغه زياته کړه، چې دا ډول کسان بايد سخت مجازات شي څو نورو کسانو او د کورنۍ غړو ته يو پند او عبرت واوسي چې بيا کوم څوک داسې کار ونه کړي.

د روان کال په ترڅ کې دا په دغه ولايت کې دويمه ورته پېښه ده.

د روان کال په غويي مياشت کې يوه بل تن هم په شبرغان کې پر خپلې خور جنسي تېرى کړى و، چې له هغه وروسته بيا نيول شوى و او علماوو او بشر حقونو سازمان د دغه عمل په غندلو سره د پېښې عامل ته د سختې جزا غوښتنه کړې وه.

 د يوه بل خبر له مخې، پروان ولايت کې د يوې بلې پېغلې مړى موندل شوى دى.

د پروان امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال لطف الرحمن پژواک ته وويل،چې دغه نجلۍ د کورني تاوتريخوالي له امله د دوستمال په وسيله زندۍ شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې د ياد قتل انګېزه تر اوسه پورې نه ده معلومه خو په دې اړه څېړنې پيل شوې چې تر اوسه پورې يې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او د يادې  نجلۍ مړى د څېړنو په موخه عدلي طب ته لېږدول شوى دى.

 د يادې نجلۍ ماما سيد ابراهيم وويل، چې د خور لور يې درې ورځې وړاندې لادرکه شوې وه چې مړى يې نن سهار د هوفيان شريف په درې لارې کې موندل شوى ، چې تر اوسه پورې يې د قتل لامل او عاملين نه دي معلوم شوي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.