کابل(پژواک، ٢٥ مرغومى٩٣): له چاودېدونکو توکو ډک موټر چې په کابل ښار کې د ځانمرګي بريد لپاره چمتو شوى وى، او په همدې ښار کې د يوه راکټي بريد مخنيوى وشو.
د ملي امنيت عمومي رياست له خوا نن پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه سراچه موټر د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ له اړوندو ساحو څخه د ځانګړو عملياتو پرمهال په وخت سره کشف او تر لاسه شوى دى.
سرچينې وايي ، وسله والو مخالفينو هوډ کړى و چې ددې موټر په کارونې سره په کابل ښار کې ځانمرګى بريد وکړي ،چې موخې ته تر رسېدو وړاندې وپېژندل شو او يوتن يې په تړا نيول شوى هم دى.
د ملي امنيت عمومي رياست په خبره، د دوى منسوبينو د BM1 لس مرمۍ چې د خاکجبار ولسوالۍ اړونده ساحه کې پر کابل ښار د توغول کېدو لپاره برابرې شوې وې، کشف او شنډې کړې دي.
په يوه بل اقدام کې بيا د کابل ولايت ده سبز ولسوالۍ کې له يوه پټنځاى څخه د زيکويک شل بکسه مرمۍ هم کشف او تر لاسه شوې او د ملي امنيت عمومي رياست په خبره چې د موټر او مهماتو په کشف سره يې په کابل ښار کې د څو نورو خونړيو بريدونو مخه نيولې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن