ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درانى: د کليو مصرفي وضعيت به پر توليدي بدل کړم

درانى: د کليو مصرفي وضعيت به پر توليدي بدل کړم

author avatar
21 Jan 2015 - 16:14
درانى: د کليو مصرفي وضعيت به پر توليدي بدل کړم
author avatar
21 Jan 2015 - 16:14

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٣): د کلو پراختيا وزارت لپاره نوماند وزير نصيراحمد درانى وايي چې د باور رايې اخيستو په صورت کې به له فساد سره د مبارزې تر څنګ ملي او پراختيايي پروګرامونه وڅاري او د کليو او ښار تر منځ واټن به له منځه يوسي.

يو شمېر نوماند وزيرانو ولسي جرګې ته خپل پلانونه نن وړاندې کړل او پاتې نور به يې سبا او د راتلونکې اوونۍ شنبې ورځې ته وړاندې کړي.

انجنير نصيراحمد درانى څلورم نوماند وزير و چې نن يې خپل پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل او ويې ويل چې د باور رايې د ترلاسه کولو په صورت کې به يې عملي کړي.

هغه زياته کړه چې د باور رايې ترلاسه کولو په صورت کې به د کليوالو خلکو د ژوند د وضعيت ښه کولو لپاره به هڅه وکړي.

نوموړي وويل چې د ملي او پراختيايي پروګرامونو څارنه، د کليو او ښارونو تر منځ د واټن لنډول، له اداري فساد سره مبارزه، د کليوالي صنايعو او اقتصاد پراختيا، ظرفيت جوړونه، په وزارت کې اړين اصلاحات، د اوسنيو او راتلونکو  اړتياوو له مخې د پروګرامونو طرحه او لومړيتوب  يې له کاري پلانونو دي.

د دراني په خبره، په دغه وزارت کې ډېر ظرفيت شته او دى غواړي چې له دغو ظرفيتونو په دايمي بڼه نه، بلکې په پروژه يې ډول کار واخيستل شي.

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه، پلان لري څو د دغه وزارت ټول  نيمګړي فعاليتونه تر يوه چتر لاندې تنظيم کړي چې د زياتو لګښتونو او هر ډول پروژو مخنيوى وشي.

دراني زياته کړه چې د باور رايې د ترلاسه کولو په صورت کې به هڅه وکړي چې د کليو لګښتي وضعيت پر توليدي وضعيت بدل کړي او پروګرامونه هم د ځايي ظرفيتونو له مخې ترسره شي.

هغه همدارنګه وويل هڅه کوي چې د ځايي ظرفيتونو د مطالعاتو لپاره يوه غښتلې ډله رامنځته کړي، څو پروژې د خلکو پر ژوند اغېز وکړي، خلکو ته کار پيدا شي، د عوايدو کچه يې لوړه شي او اقتصادي او ټولنيز بدلونونه ولري.

هغه همدارنګه څرګنده کړه چې په  لرو پرتو کلو کې به د پانګونې لپاره زمينه مساعده کړي.

دراني زياته کړه چې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره به هڅه وکړي چې د ځايي توليداتو لپاره مارکېټ رامنځته کړي، کليوالي سړکونه او پلونه بيا ورغوي او د برېښنا رسونې کوچنۍ پروژې پلې کړي.

نوموړي په ځانګړي ډول له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې وويل چې مسلکي کدرونه به پياوړي کړي، د څارنې يوه کړنلاره به رامنځته او د قراردادونو په څرنګوالي کې به ښه والى راولي، څو د اداري فساد مخه ونيول شي.

د دراني په خبره، له دې وروسته به پروژې هغو شرکتونو ته ورکړل شي چې مالي او تخنيکي وړتيا، غوره کاري مخينه ولري او هم يې په تېر کې ښه کاري کيفيت درلودلى وي.

هغه زياته کړه چې پروژې به د اړتيا له مخې عملي کړي او زياتې سرحدي ولسوالۍ به تر پوښښ لاندې راولي .

هغه ډاډ ورکړ چې د باور رايې د ترلاسه کولو په صورت کې به يوه حساب ورکوونکې او رڼه اداره رامنځته کړي.

نصير احمد درانى د حاجي شاه محمد زوى په ١٣٣١ کال کې په لوګر ولايت کې زېږېدلى، په قوم پښتون دى.

او  نوموړي د ميخانيک انجنيرۍ په برخه کې يې په کابل پوهنتون کې زده کړې کړې،  د ادارې او پراختيا په برخه کې د امريکا له نبراسکا پوهنتون څخه يې ديپلوم ترلاسه کړى او د ښاري پراختيا په برخه کې ماسټري لري.

هغه د کانونو او صنايعو وزارت د پانګونې د عمومي مدير، د ټولګټو وزارت عمومي رييس، د کانونو وزارت  مرستيال او په  برېتانيا کې يې د انرژۍ د بازار موندنې د ګازو د څانګې د سلاکار په توګه کار کړى دى.

دى د اجرائيه رييس له خوا د کانديد وزير په توګه معرفي شوى دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.