ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برنا کريمي: ټول هېواد ته به با کيفيته مخابراتي اوانټرنټي خدمتونه وړاندې کړم

برنا کريمي: ټول هېواد ته به با کيفيته مخابراتي اوانټرنټي خدمتونه وړاندې کړم

author avatar
22 Jan 2015 - 17:55
برنا کريمي: ټول هېواد ته به با کيفيته مخابراتي اوانټرنټي خدمتونه وړاندې کړم
author avatar
22 Jan 2015 - 17:55

کابل(پژواک،٢ سلواغه ٩٣): د مخابراتو وزارت نوماند وايي چې د ولسي جرګې د باور رايې د اخيستو په صورت کې به ددې وزارت پنځه کلن ستراتيژيک پروګرام تدوين، د نوري فايبر حلقوي پروژه بشپړه  او ټول هېواد ته به با کيفيته مخابراتي، انټرنټي او پستي خدمتونه وړاندې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې نن يې ولسي جرګې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کول، وويل چې هڅه کوي، څو خلکو ته با کيفيته مخابراتي خدمتونه په ټيټو بيو سره وړاندې کړي.

هغه ژمنه وکړه چې په خپلو لومړيو کاري ورځو کې به ددې وزارت ستراتيژيک پروګرام په هر اړخيز ډول تدوين  او د وزارت د هر فعاليت لپاره به په پنځو کلونو کې څرګند وخت وټاکي، څو د خلکو استازو ته د وزارت  پر کاري بهير او کاري پايلو  د څارنې زمينه مساعده شي.

کريمي د مخابراتو ګرم بازار يو خورا ګټور او کارموندونکى بازار وباله او په خبره يې په تېرو څو کلونو کې ٨٠ سلنه افغانانو ورته لاسرسى درلود او ددې سکتور په غوره لاسته راوړنو کې شمېرل کېږي.

نوموړي وويل:((ژمنه کوم چې دا بازار به داسې تنظيموم چې ددې مخابراتي  شرکتونو د سيالۍ په پايله  کې  خلک  په غوره کيفيت او ټيټې بيې سره خدمات تر لاسه کړي.))

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوماند ددې پخلى وکړ چې په هېواد کې شته مخابراتي شرکتونه له ښه ظرفيت څخه برخمن دي، خو زياته يې کړه:(( بايد د مخابراتو وزارت ظرفيت هم لوړ شي.))

 هغه د انټرنټ کارول د هر وګړي حق وباله او زياته يې کړه چې په ټول هېواد کې د انټرنټ وېش او رسونه هم په دې وزارت کې له خپلو بنسټيزو دندو څخه ګڼي.

نوموړي که څه هم په هېواد کې پستي خدمتونه حياتي وويل، خو اندېښنه يې څرګنده کړه چې د پستي خدمتونه وړاندې کول يواځې تر کابل او د ولايتونو تر مرکزونو پورې محدود دي.

د مخابراتو وزارت نوماند د پستي خدمتونو د غوره وړاندې کولو لپاره، کد اېښودنه مهمه وبلله او ويې ويل چې په دې برخه کې لومړني کارونه پيل شوي که چېرته د ولسي جرګې د غړو باور  يې ترلاسه کړه له اړوندو بنسټونو سره  به همکاري وکړي، نو ډېر ژر د واټونو د نوم او نښې اېښودلو تر څنګ د ډاګ خانې کوډ اېښودنه هم پيل کړي.

کريمي د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د ځوانانو رول مهم او بنسټيز وباله او ويې ويل تصميم لري چې د ځوانانو په ځانګړي ډول ښځو فکري ودې ته زمينه مساعده او دوى ته د معلوماتي ټکنالوجۍ د تدريس معيارونه د نړيوالو معيارونو له مخې لوړ کړي.

دغه نوماند وزير وويل چې د مکالماتو محرميت د خوندي کولو، له فساد سره د مبارزې او برېښنايي حکومتوالۍ د غوره والي لپاره جدي هڅه کوي.

 هغه زياته کړه چې په دې برخه کې به ځانګړي پروګرامونه ولري، څو کړنې او خدمتونه په غوره بڼه تر سره شي.

هغه د برېښنايي تذکرو وېش ته په اشارې سره وويل، که څه هم د برېښنايي تذکرو وېش د مخابراتو وزارت له دندو څخه نه دي، خو ژمنه کوي چې له دې پروژې به مالي ملاتړ وکړي.

برنا کريمي وويل:(( که چېرته د کورنيو چارو وزارت له خوا د برېښنايي تذکرو د وېش زمينه مساعده شي، د مخابراتو وزارت له همدې شېبه ددې پروژې ملاتړ ته چمتو دى.))

 دغه نوماند وزير ډاډ ورکړ چې که له ولسي جرګې څخه د باور رايه تر لاسه کړي، نو په نږدې راتلونکي کې به له رسنيو سره د همکارۍ له لارې د تلوېزيونونو ډيجټلي کول پيل کړي.

هغه همدارنګه يادونه وکړه چې اوسمهال د سيم کارتونو د ثبت په برخه کې جدي ستونزې پيدا شوې او هڅه به وکړي چې خپل کارونه د مهال وېش له مخې تر سره کړي.

 برنا کريمي په ١٣٥٣ کال کې په کابل کې نړۍ ته سترګې غړولي، په قوم هزاره دى  او خپلې لومړنۍ او  منځنۍ زده کړې يې استقلال عالي لېسه کې تر سره کړې دي.

کريمي د ځينو ستونزو په سبب خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي کې نيمګړې پرېښودې او خپل ليسانس سند يې په ١٣٥٧ کال کې په مسکو کې د اقتصاد او مديريت په څانګه کې تر لاسه کړى دى.

 هغه په دولتي او غير دولتي پستونو دندې اجرا کړې.  په کاناډا کې د افغانستان د سفير ، د ولسمشرۍ ددفتر د مرستيال او د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د پاليسۍ د مرستيال او په کاليفرنيا کې د خصوصي شرکتونو د عامل رييس، د پلور د مشر او اجرايي رييس  په توګه کار کړى دى.

 برنا کريمي د ځينې ټولنيزو  او فرهنګي مقالو د ليکلو تر څنګ خپلې دوه شعري ټولګې هم خپرې کړې دي. نوموړى دې پست ته د  اجراييه رياست له خوا نومول شوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.