ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“لوړې زده کړې به معياري کړم”

“لوړې زده کړې به معياري کړم”

author avatar
25 Jan 2015 - 15:16
“لوړې زده کړې به معياري کړم”
author avatar
25 Jan 2015 - 15:16

کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٣): د لوړو زده کړو وزارت ته نومانده وزيره وايي چې د لوړو زده کړو پراختيا او ښه والى، د سالم مديريت رامنځته کول، له اداري فساد سره مبارزه، د تحصيلي نصاب لوړول او يوې حساب ورکونې او ځواب ويونکي ادارې رامنځته کول يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.

 لوړو زده کړو وزارت ته نوماندې وزيرې خاطرې افغان چې نن يې ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کول، وويل چې د لوړو زده کړو د تحصيلي زمينې مساعدول بايد د دولت په لومړيتوبونو کې وي.

هغې زياته کړه: ((هېڅ افغان محصل د نورو هېوادونو له محصلانو کم نه دى او بايد د ودې زمينه يې مساعده شي.))

هغې ژمنه وکړه چې د ولسي جرګې د باور رايې ترلاسه کولو په صورت کې به د لوړو زده کړو فرصتونو رامنځه کړي او شته ستونزې لکه د تحصلي نصاب ټيټ والى، د همغږۍ نه شتون او د ليليو د کمښت ستونزې حل کړي او تر څنګ به يې د لوړو زده کړو په موسسو او دولتي پوهنتونونو کې د زياتو محصلينو د جذب زمينه مساعده کړي.

د افغان په خبره، ظرفيت جوړونه، په وزارت کې د اړينو اصلاحاتو راوستل، د مکافاتو او مجازاتو د سيستم رامنځته کول، په هېواد کې د لوړو زده کړو وضعيت د څېړنې په موخه يوه کړنلاره جوړول او په بېلابېلو برخو کې د همغږۍ جوړول به يې له کاري لومړيتوبونو وي.

 هغې همدارنګه زياته کړه چې د ښوونيز نصاب د کيفيت تضمين، په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د درسي ميتدونو معياري کول، د څارنې لپاره د پاليسي تدوين، د نړيوالې ټولنې د همکارۍ جذب، د ښځينه کدرونو ګومارنې ته لومړيتوب، د اسلامي درسونو وده او پياوړتيا، د نوو پوهنځيو جوړول، د برېښنايي کتابتونو وده، د دغه وزارت د نا بشپړو شوو پروژو بشپړول او له خصوصي سکتور سره د همغږۍ رامنځته کول به يې له لومړنيو کارونو وي.

د افغان په خبره، د ملت د استازو د باور رايې د ترلاسه کولو په صورت کې به د کانکور ازموينې د ستونزو د حل لپاره له بېلابېلو خپلواکو بنسټونو جوړه خپلواکه اداره به رامنځته کړي.

هغې وويل: ((د تعليمي نصاب د معياري کولو لپاره به يو څېړنيز انسټيټيوټ جوړ کړم، څو د محصلينو لپاره تحصيلي نصاب د نړيوالو معيارونو او نوو علمي څېړنو په رڼا کې چمتو کړي.))

د لوړو زده کړو نوماند وزيرې زياته کړه چې د ولسي جرګې د باور رايې اخيستو په صورت کې به د نورو سکتورونو په مرسته د پوهنتون او لوړو زده کړو موسسو د فارغانو لپاره د کار زمينه مساعده کړي.

هغې زياته کړه: ((هڅه به مې دا وي چې د بازار اړتيا ته په پام سره ځوانانو ته مسلکي او تخنيکي روزنه ورکړل شي.))

نوموړې همدارنګه څرګنده کړه چې د ودانيو څارنه او ساتنه او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نوو ليليو او څېړنيزو مرکزونو جوړول او د امکان په صورت کې د ښځينه وو لپاره د پوهنتون رامنځته کول به يې د لنډمهاله او اوږد مهاله کارونو وي.

دې نوماند وزيرې وويل چې په خصوصي انسيټيټيوټونو کې به د جذب، تدريس او محصلينو له فراغت څخه د څارنې په موخه د دغه وزارت په چوکاټ کې خپلواکه اداره جوړه کړي، څو وکولى شي چې د خصوصي سکتور له کړنو په ښه توګه څارنه وکړي.

هغې يادونه وکړه چې هڅه به وکړي څو د بې بندوباريو مخه ونيول شي او لوړو زده کړو ته د لاسرسي کچه لوړه کړي.

خاطرې افغان ژمنه وکړه چې خپل ټول کارونه به د ملت د استازو په همکارۍ مخته يوسي او د هېواد له مختصصينو سره په همکارۍ به د دغه وزارت راتلونکې پنځه کلنه کړنلاره تدوين کړي.

حکومت د ملي امنيت او د افغانستان بانک د نوماند رييسانو سربېره د کابينې ٢٤ نوماند وزيران ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستو لپاره ور پېژندلي دي.

تر اوسه د خاطرې افغان په ګډون ١٣ کانديدانو خپل پروګرامونه جرګې ته وړاندې کړي، خو ولسي جرګه اوو نوماندو وزيرانو او د افغانستان بانک نومول شوي رييس ته د دوه ګوني تابعيت درلودو په سبب ولسي جرګې ته د پروګرامونو وړاندې کولو اجازه نه ده ورکړې.

خاطره افغان د عبدالحميد خان لور، په ١٣٥٥ لمريز کال په کندهار ولايت کې زېږېدلې ده. نوموړې پښتنه ده او د کاردان د لوړو تعليماتو د مديريت او سوداګرۍ له څانګې تر ډيپلوم اخيستو وروسته امريکايي پوهنتون ته شامله شوه او په ټولنيزو علومو کې يې ليسانس اخيستى دى.

 هغې همدارنګه د امريکا د متحده ايالاتو د اوهايو له پوهنتون څخه په جندر، عامه داره او د حکومتوالۍ په برخو کې د ليسانس او ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړي دي.

مېرمن افغان په پوهنې وزارت کې د يونيسف د ښوونې روزنې د کارپوهې، په اوهايو پوهنتون کې د انسان پېژندنې په برخه کې د پروفيسور د مرستيالې، د امريکا متحده ايالاتو د سوله ييز پراختيا ملاتړ پروژې د سلاکارې، د افغان ځوانانو د ښوونيز پروګرام او جندر د عمومي مديرې او د کار نړيوال سازمان د ساحوي دفتر د همغږۍ مديرې په توګه دندې اجرا کړې دي.

 نوموړې د ولسمشر له خوا د لوړو زده کړو د کانديد وزيرې په توګه معرفي شوې ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.