ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باميانو کې فرهنګي مرکز جوړېږي

باميانو کې فرهنګي مرکز جوړېږي

author avatar
1 Dec 2014 - 15:47
باميانو کې فرهنګي مرکز جوړېږي
author avatar
1 Dec 2014 - 15:47

 باميان (پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٣): په باميانو کې يو داسې فرهنګي مرکز جوړېږي چې د تاريخي اثارو موزيم او د فرهنګي ميراثونو د ساتنې اسانتياوې به ولري.

دغه مرکز د سوېلي کوريا د څلور نيم ميليون ډالرو په مرسته په دوه نيم جريبه ځمکه کې د باميانو په مرکز کې د بودا د نړول شوو مجسمو په مخکې جوړېږي.

 د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر حسين احمد پور وايي چې په دې پروژه کې يو موزيم هم په  پام کې نيول شوى. په دغه موزيم کې به د بودا د کوچنيو مجسمو د سرونو، خټينو کوزو او وسپينزو سيکو په ګډون چې په وروستۍ لسيزه کې په باميانو کې د لرغون پېژندونکو له خوا کشف شوي، سلګونه نور تاريخي اثار هم ساتل کېږي او نندارتون به هم ولري.

هغه پژواک ته وويل چې په راتلونکي کې به هر هغه اثر هم په دې موزيم کې ساتل کېږي چې د لرغون پېژندونکو د سپړنو په پايله کې تر لاسه کېږي، چې له دې امله به نه يواځې موزيم غني شي، بلکې دګرځندويانو له اړخه به هم ښه عايد ولري.

احمد پور زياته کړه چې د فرهنګي مرکز نورې برخې د فرهنګي ناستو لپاره سالون او د ټولېدو او ويناوو ځاى څخه عبارت دي.

 

 د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وايي چې دغه فرهنګي مرکز به د فرهنګي متقابل درک د ترويج لپاره د دايمي او لنډمهاله نندارتونونو کوربه وي او ددې ترڅنګ به د ښوونې  ، روزنې، څېړنې، ويناګانو او نورو لارو د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره ترې کار واخيستل شي.

 باميان په ٢٠١٥ کال کې د سارک (د سوېلي اسيا د سيمه ييزو همکاريو سازمان) هېوادونو د فرهنګي تمدن د مرکز په نامه هم نومول شوى، چې د فرهنګي، ګرځندوى او اقتصاد له اړخه ددغه ولايت د اهميت په زياتولو کې ونډه لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.