ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باميان: ترافيکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي

باميان: ترافيکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي

author avatar
23 Nov 2014 - 15:55
باميان: ترافيکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي
author avatar
23 Nov 2014 - 15:55

باميان (پژواک، ٢ لېندۍ ٩٣): په باميانو ولايت کې د ترافيکې پېښو له امله څلور کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

يوه له يادو پېښو په باميانو کې د دوو موټرسايکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله يې د باميانو پوهنتون يو محصل مړ شوى او د يوې ښځې په ګډون په کې درې کسان ټپيان شوي دي.

عيني شاهدان وايي چې نن سهار دوو موټرسايکلونو ټکر وکړ او د پېښې ټپيان د خلکو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د باميانو د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکتر بابر ميردادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى او اوسمهال تر درملنې لاندې دي.

د باميانو په مرکز فولادي سيمه کې هم پرون مازديګر يو ټانکر موټر له سړک اوښتى او له امله يې دوه پنځه کلن ماشومان  مړه او يو بل سخت ټپي شوى دى.

د باميانو امنيه قوماندان مل پاسوال خدايار قدسي وايي چې د ياد ټانکر موټر چلوونکى او کلېنر دواړه تښتېدلي او پوليس يې د نيولو په هڅه کې دي.

يوه عيني شاهد محمد عيسى وويل: “کله چې موټر له پاخه سړکه ووت او پر ماشومانو د چاودنې په شان يو اواز پورته شو.”

هغه وايي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سيمې ته ژغورونکى موټر ور ورسېد څو ماشومان بهر را وباسي، خو دوه ماشومان په کې وژل شوي وو.

همدارنګه  پرون ماښام د ياد ولايت په فولادي په سيمه کې د دوو موټرسايکلونو ترمنځ د ټکر له امله يو کس وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د باميانو امنيه قوماندان د يادو پېښو رامنځته کېدل د موټر چلوونکو بې پامي او د سړک پخېدل په ګوته کړل او وايي چې ډېر ژر به د دغه ولايت اوسېدونکو ته د عامه پوهاوي کمپاين پيل شي ، څو خلک ترافيکي اصول مراعات کړي او له دې ډول مرګ ژوبلې مخنيوى وشي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.