کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩٣): د بدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او د دوى يو ولسوال ټپي شوى دى.
د بدخشان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول لعل محمد احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد ولسوال قاري عيدي نومېږي او د نن ورځې په چاڼيزو عملياتو کې ټپي شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د ملي اردو، پوليسو او ملي امنيت په دغو ګډو عملياتو کې د قاري عيدي څلور ساتونکي وژل شوي او شپږ نور ملګري يې نيول شوي دي.
احمدزي وويل، چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى او دغه عمليات به د ټاکل شويو سيمو پورې دوام وکړي.
د بدخشان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول، د تګاب ولسوالۍ په اړه هم وويل چې د دې امکان شته چې په دغې ولسوالې کې هم د داخلي طالبانو تر څنګ بهرني وګړي هم شتون ولري، ځکه دوى په وردوج او جرم ولسواليو کې چې له تګاب سره ګډه پوله لري، له بهرنيانو سره اړيکه درلوده.
وسله والو طالبانو د خپل ولسوال د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې په تګاب ولسوالۍ کې يې د بريد پر وړاندې مقاومت کړى، چې په پايله کې يې دوه پوليس وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.
د هغه په وينا، اوسمهال هم د پل خمبک په سيمه کې نښته دوام لري
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن