ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بټي کوټ کې ديوه طالب قوماندان په ګډون نهه طالبان وژل شوي

بټي کوټ کې ديوه طالب قوماندان په ګډون نهه طالبان وژل شوي

author avatar
23 Nov 2014 - 18:16
بټي کوټ کې ديوه طالب قوماندان په ګډون نهه طالبان وژل شوي
author avatar
23 Nov 2014 - 18:16

جلال اباد(پژواک ٢ ليندۍ ٩٣): چارواکي وايي چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د يوه طالب قوماندان مولوي شمس په ګډون نهه طالبان وژل شوي، پنځه ټپيان دي او ١١ شکمن نور نيول شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل  د تېرې شپې له درېيو بجو د نن ماسپښين تر دوو بجو پورې د يادې ولسوالۍ د مشواڼو او چهاردهي په سيمو کې ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي دي.

دى وايي په دې عملياتو کې د طالب قوماندان مولوي شمس په ګډون نهه طالبان وژل شوي، پنځه ټپيان دي او ١١ شکمن نور نيول شوي دي.

هغه وايي چې پر دې سربېره څلور موټر بم او څلور موټر سايکل بم هم نيول شوي او وروسته د ځانګړو ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.

د سيمې يوتن اوسېدونکي حاجي اکبر پژواک ته وويل، چې نن له سهار راهيسې په دې سيمو کې هوايي او ځمکني عمليات روان وو .

هغه وويل چې د دې عملياتو په ترڅ کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ، خو  ډېر وخت لارې بندې وې. 

دى وايي، چې د معلوماتو له مخې په دې عملياتو کې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان مولوي شمس وژل شوى چې ډېر مشهور قوماندان  و.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.