ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد وشو

جلال اباد کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد وشو

author avatar
5 Jan 2015 - 16:10
جلال اباد کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد وشو
author avatar
5 Jan 2015 - 16:10

جلال اباد (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٣): د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى او يواځې يو موټر يې زيانمن کړى دى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ١٥مه پژواک  خبري اژانس ته وويل چې پر ياده لويه لاره د ګمرک او سراچې پله تر منځ ساحه کې د مازدا ډوله موټر په وسيله پر بهرنيو ځواکونو چاودنه شوې او يواځې يو موټر زيانمن شوى دى.

هغه زياته کړه، چې سيمه د بهرنيو ځواکونو له خوا کلابنده شوې او په دې پېښه کې بريد کوونکى له منځه تللى او موټر يې ټوټې ټوټې شوى دى.

د ګمرک رياست يوه کارکوونکي او د پېښې عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې له غرمې وروسته درې بجې په ياده سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.

د هغه په وينا، تر بريد وروسته د بهرنيانو پر موټر اور لګېدلى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د جلال اباد د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک ته وويل چې دوى ته تر اوسه له يادې پېښې ټپيان نه دي ور وړل شوي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى په ياده سيمه کې د امريکايي ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد کړى او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

د يادونې ده، نن له غرمې وروسته په کابل کې د اروپايي اتحاديې د پوليسو پر ماموريت هم ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې يوتن ووژل شو او ١١ نور ټپيان دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.