ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې چاودنې يو قاضي وژلى

جلال اباد کې چاودنې يو قاضي وژلى

author avatar
7 Jan 2015 - 09:03
جلال اباد کې چاودنې يو قاضي وژلى
author avatar
7 Jan 2015 - 09:03

جلال اباد (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٣): په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله يو قاضي وژل شوى او د هغه درې ماشومان ټپيان شوي دي.

دا چاودنه نن (د مرغومي ١٧مه) سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار له عيدګاه جومات سره نږدې د لويې لارې پر شوې ده.

د نقيب احمد په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه د لغمان ولايت د محکمې د يوه قاضي محمود الحسن پر موټر شوې ده.

هغه زياته کړه چې د هغه په کرولا موټر کې چسپکي ماين ځاى پر ځاى شوى و او له عيدګاه سره نږدې کله چې خپل ماشومان يې ښوونځي ته لېږدول، پرې چاودنه وشوه.

دى وايي چې په دې چاودنه کې قاضي ځاى پر ځاى ووژل شو او درې ماشومان يې ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو تن وژل شوى او دوه ماشومان ژوبل دي.

د جلال اباد د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته دوه ټپي ماشومان ور وړل شوي چې د يوه روغتيايي حالت ښه نه دى.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.