ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دخواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

دخواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

author avatar
19 Jan 2015 - 18:53
دخواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ
author avatar
19 Jan 2015 - 18:53

غزني ښار (پژواک ۲۹ مرغومی ۹۳): د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو او مېرمنو له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

په دې اړه د دې ولسوالۍ په امنيه قوماندان کې جوړه شوې غونډه کې يو شمېر قومي مشرانو، د مدني ټولنې غړو او مېرمنو برخه اخيستې وه، چې د امنيتي ځواکونو په غاړو کې يې ګلونه واچول.

د خواجه عمري ولسوالۍ د پوهنې مدير نور احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې افغان امنيتي ځواکونو په هېواد کې زياته قرباني ورکړې او د دې ترڅنګ يې دښمن ته هم غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دى.

ده زياته کړه، امنيتي ځواکونو شپه او ورځ په دې خاوره کې زحمت وېستلی او د خلکو امنيت يې د سر په بيه نيولی دى.

هغه وايي: “موږ د افغان ځواکونو په کلکه ملاتړ کوو او تل يې په څنګ کې ولاړ يو او له دوی سره اوږه په اوږه مخ په وړاندې ځوو.”

د خواجه عمري ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مشره منيره وايي، دا چې مېرمنې اوسمهال په ارامه توګه د نارينه وو ترڅنګ په دولت کې کار کوي او يا هم زيات شمېر نجونې ښوونځيو ته ځي، دا د هغو امنيتي ځواکونو برکت دى.

نوموړې وايي: “يو زوی مې پوليس دى، بل زوی مې د ملې اردو عسکر دى؛ زه ورباندې وياړم او ترڅنګ يې ولاړه يم.”

د منيرې په وينا، د نارينه وو ترڅنګ مېرمنې هم د خپلو امنيتي ځواکونو تر شا ولاړې دي او له دوی څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

د خواجه عمري ولسوالۍ د پورته قلعه نو يوه اوسېدونکې فرخنده احمدي، چې پوليسو ته يې په خپل لاس باندې ګل ورکړ، ويې ويل، دا دوی دي چې د دې خلکو امنيت يې ساتلی دى او خلک په ارامه ژوند کوي او چاري په مخ وړي.

نوموړې د غزني له ټولو مېرمنو څخه وغوښتل، چې له امنيتي ځواکونو څخه دې ملاتړ اعلان کړي، څو د دوی مورال نور هم غښتلى شي.

د دې ولسوالۍ يوه قومي مشر ۸۰ کلن غلام علي، چې دغې غونډې ته راغلى و، وويل چې دوی به تل د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي او ملاتړ يې کوي.

هغه زياتوي: “هغه کسان چې نن د هېواد دښمنانو ته ډوډۍ ورکوي، بايد د هغه په ځای له دوی سره مرسته وکړي او د امنيت په راوستو کې خپله ونډه واخلي.”

محمد حسن چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د ملي پوليسو په ليکو کې کار کوي، وايي چې د خلکو ملاتړ له يوې خوا د پوليسو په روحيې ښه اغېز کوي او له بلې خوا يې له امله امنيت ښه ټينګېدای شې.

د ده په خبره، د خلکو له مرستې پرته امنيت راوستل ګران کار دى؛ که د خلکو ملاتړ ونه لري، بريالي به نه شي.

د خواجه عمري ولسوال علي شمس دوست د دې ولسوالۍ له خلکو څخه مننه وکړه، چې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او له دوی څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغه وايي: “که څه هم په دې ولسوالۍ کې امنيت نسبتا ښه دى، خو بيا هم دښمن غواړي چې د دې ولسوالۍ امنيت خراب کړي، خو امنيتي ځواکونه به ورته دا اجازه ورنه کړي.”

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.