ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارګون ـ برمل لاره بيارغول کېږي

د ارګون ـ برمل لاره بيارغول کېږي

author avatar
12 Sep 2014 - 11:19
د ارګون ـ برمل لاره بيارغول کېږي
author avatar
12 Sep 2014 - 11:19

ښرنه (پژواک ٢١ وږى ٩٣): د پکتيکا چارواکي وايي، دارګون ـ برمل ترمنځ غځېدلې لاره به د دويم ځل لپاره په ښه کيفيت سره جوړه شي.

د پکتيکا د فوايد عامې رييس انجنير حفيظ الله ځاځي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، له ارګون څخه تر برمل غځېدلى پنځوس کيلومتره سړک به د فوايد عامې د وزارت له لوري له سره بياورغول شي.

ده زياته کړه، د يادې لارې د ليدو لپاره يې له خپل تخنيکي ټيم سره ارګون ته سفر هم ترسره کړى دى.

نوموړي که څه هم د دې لويې لارې د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې دغه سړک دوه کاله وړاندې په ډېر ټيټ کيفيت سره جوړ شوى وو.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې د جوړولو له دويم ځل چارو به جدي څارنه وکړي او چاته به اجازه ورنه کړي، چې د هېواد ملي پانګه چور او تالان کړي.

د فوايد عامې رييس وويل، د يادې لارې د لګښت تر معلومولو وروسته به يې د جوړېدو چارې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

ده د ښرنې ـ ارګون ترمنځ د غځېدلې لارې د جوړېدو د خنډ په اړه وويل: ((سره له دې چې دغه سړک ته بوديجه هم د اسيايي بانک له خوا ځانګړې شوې، خو د ټاکنيزو لانجو له پاى ته رسېدو وروسته به ان شاءالله د دې لارې جوړول پيل شي.))

ځاځى زياتوي، څو مياشتې وړاندې د دې سړک د جوړېدو قرارداد يوه  شرکت  ته ورکړل شوى وو، هغه معيارونه چې د فوايد عامې وزارت له لوري شرکتونو ته وضع شوي وو، ياد شوي شرکت په دې معيارونو برابر نه وو، نو له همدې امله يې قرارداد لغوه شو.

د ده په خبره، دا ځل په داوطلبۍ کې برخه اخيستونکي درې واړه شرکتونه په معيارونو برابر دي او که هر يو شرکت ګټونکى شي، د سړک د جوړولو کار به پيلوي.

خو له بلې خوا خلک وايي، د چارواکو ژمنې تش په نوم پاتې کېږي.

 د پکتيکا د ارګون قومي مخور وزيرمحمد پژواک ته وويل، له ارګونه تر برمل پورې د غځېدلې لويې لارې خراب وضعيت د دې شاهدي ورکوي، چې د مسوولينو له لوري د ټولګټو پروژو سمه څارنه، نه کېږي او هم په ډېره اندازه پيسې شخصي جېبونو ته ځي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د يادې لارې کيفيت ته دې ډېره پاملرنه وشي، تخنيکي ټيم يې بايد کلکه څارنه وکړي او هم يې د جوړېدو چارې له ژمنې سره سم پيل شي.

د يادونې ده، چې دوه کاله وړاندې د ارګون ـ برمل سړک د پخېدو چارې د يوه افغاني او لبناني ګډ شرکت له لوري پاى ته ورسېدې، چې اوسمهال د تخريبېدو په حال کې دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.