ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغان ښځو د پياوړتيا پروګرام دې تر ښارونو نه محدودېږي”

“د افغان ښځو د پياوړتيا پروګرام دې تر ښارونو نه محدودېږي”

کابل(پژواک، ١٨ لړم ٩٣): د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل وايي چې د امريکا متحده ايالاتو له خواد ښځو د پياوړتيا يا لوړتيا پيل شوى پروګرام بايد په لرې پرتو سيمو کې هم پلى شي.

لومړۍ مېرمنې  د امريکا سفارت کې ددغه پروګرام يوې ستاينغونډې ته وويل، افغان ښځو څرګنده کړه چې خپل برخليک په خپل لاس کې واخلي او خپله بدلون ورکړي.

 د افغان ښځو د لوړتيا پروګرام تېره ورځ د ولسمشر اشرف غني، يو شمېر لوړو پوړو دولتي چارواکو او بهرنيو ديپلوماټانو له خوا په رسمي ډول د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې له خوا پيل شو .

دا د امريکا متحده ايالاتو په تاريخ کې د ښځو د پياوړتيا تر ټولو ستر پروګرام دى چې په ټوله کې ورته ٤١٦ميليونه ډالر ځانګړي شوي، چې ٢٠٠ ميليونه يې له افغانستان سره د نورو نړيوالو مرستندويانو له خوا ورکول کېږي.

 لوړتيا د پنځو کلونو لپاره ده او تمه کېږي چې ٧٥ زره افغان ښځې به چې عمرونه يې له ١٨ تر ٣٠ کلونو وي، د افغانستان پنځو لويو ښارونو، کابل، کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې ترې ګټه واخلي.

مېرمن بي بي ګل وويل هيله لري چې دغه پروګرامونه يواځې په ښارونو کې نه، بلکې په نورو ولايتونو کې هم د ګټې وړ وګرځي.

 بي بي ګل وويل چې د لرې پرتو سيمو ښځې نيوکه کوي چې د نا امنيو څخه د اندېښنو په بهانه ډېر پروګرامونه دوى ته نه رسېږي او هيله يې څرګنده کړه چې ددغو ستونزو د حل لارې چارې دې ولټول شي.

د تېرې ورځې په غونډه کې ځينو نورو افغان ښځو چې د مدني ټولنې فعالانې او د ښځو د دفاع ټولنو غړې په کې وې، ټينګار يې کاوه چې دغه پيسې بايد په تلپاتې پروګرامونو ولګېږي او په ښارونو پورې دې نه محدودېږي.

د حسينه صافي په نامه يوې ګډونوالې وويل ، په لرو پرتو سيمو کې پټ استعدادونه شته چې حتى په ښارونو کې هم جوړه نه لري.

مېرمن صافي وويل چې په تېرو ١٣ کلونو کې په ښارونو کې د ښځو لپاره زيات کار شوى، خو په خبره يې چې ولايتونو  ته د سرې کرښې په توګه کار نه دى شوى.

يوې افغان ګډونوالې منيژه وافق هم په دغه ناسته کې وړانديز وکړ چې د متشبثو ښځو ملاتړ بايد ددې پروګرام يوه برخه وي او په وينا يې تلپاتې، ښځو ته لنډمهاله پورونه او د کسبونو رامنځته کول ، کولى شي دغه پروګرام د اوږد مهال لپاره موثر ثابت کړي.

د ولسمشر مرستياله ويانده عادله راز هم د ننني محفل يوه ګډونواله وه او د ورته پروګرامونو په تدوام يې ټينګار کړى، چې بايد پوهنتونونه په کې شامل وي او افغان مېرمن ديپلوم تر لاسه کړي.

 راز وويل داسې مېرمنې شته چې په حکومت کې د مشرۍ غوښتونکې دي او بايد د تېر په څېر لنډ مهالي پروګرامونه په کې شامل نه وي او په لوړه کچه روزنه ورکړل شي.

د ښځو د پياوړتيا او لوړتيا پروګرام موخه داده چې ښځې په سياسي، سوداګريزو او مدني ټولنو برخه  کې تر مشرۍ ورسېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.