ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېټانيا سفارت پر موټر بريد کې پنځه تنه وژل شوي او ۳۷ ټپيان دي

د برېټانيا سفارت پر موټر بريد کې پنځه تنه وژل شوي او ۳۷ ټپيان دي

author avatar
27 Nov 2014 - 10:40
د برېټانيا سفارت پر موټر بريد کې پنځه تنه وژل شوي او ۳۷ ټپيان دي
author avatar
27 Nov 2014 - 10:40

څلورم تعقيب-کابل (پژواک ٦ ليندۍ ٩٣): د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، د کابل ښار د نهمې حوزې په اړونده سيمه کې د ځانمرګي بريد په پايله کې د يوه برېټانيايي وګړي په ګډون پنځه ملکيان وژل شوي او ٣٧ نور ټپيان دي.

د دغه وزارت وياند کنشکا ترکستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پېښې ټپيان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

ترکستاني زياته کړه، چې په ټپيانو کې دوه مېرمنې او پنځه ماشومان هم شامل دي.

يوه ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو څخه له ډک موټر په ګټې اخيستو، نن له غرمې وړاندې ١٠:٣٠ بجې د کابل ښار په پلچرخي واټ کې د برېټانيا سفارت د کارکوونکو يو لېږدوونکى موټر په نښه کړ.

د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ياد بريد د غندلو تر څنګ منلې، چې د دې بريد په پايله کې  څلور افغانان او يو برېټانيايي وګړى وژل شوى، خو د کورنيو چارو وزارت د ټپيانو شمېر ٣٣ تنه ښودلى دى.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، څلور نور موټرونه چې له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې وو، ويجاړ شوي دي.

د برېټانيا سفارت يوه کارکوونکي چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د دوى د کارکوونکو يو لېږدوونکى موټر نن سهار د يوه ځانمرګي بريدګر له لوري په نښه شوى دى.

يادې سرچينې وويل، چې د چاودنې په پايله کې د دوى کارکوونکو ته زيان اوښتى، خو په دې اړه يې نور جزييات ور نه کړل.

له بلې خوا د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هامونډ ويلي، چې په دې برید کې د برتانیې یو ملکي امنیتي ساتونکی او یو افغان، چې په کابل کې د برتانیې د سفارت کارکوونکی و، وژل شوي او یو بل برېتانیايي ملکي ټپي دی.

نوموړي دغه بريد په سختو ټکو غندلی او وايي: زه ځان د قربانیانو او هغوی د کورنیو په غم کې شریک ګڼم. د برتانیې د بهرنیو چارو دفتر له دوی سره هرې ممکنې مرستې ته چمتو دی.

د قابلباى د سيمې يوه اوسېدونکي او عيني شاهد ظريف خان پژواک ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او کله چې هغه د پېښې سيمې ته ورسېد، نو ډېر شمېر مړه او ټپيان کسان يې وليدل.

هغه زياته کړه، چې په دغه پېښه کې د ملکيانو يو شمېر موټرونه هم ويجاړ شوي و او د سيمې اوسېدونکو له امنيتي ځواکونو سره په مرسته د پېښې ټپيان روغتونونو ته ولېږدول.

د يادې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، کابل کې پر برېټانيايي ځواکونو بريد د دوى له لوري شوى او د هغوی يو شمېر ځواکونه يې په کې ټپيان او وژلي دي.

د تېرې يوې اونۍ په ترڅ کې دا درېيم ځل دى، چې د کابل ښار په ګڼه ګوڼه سيمو (پلچرخي-کابل ښار) کې چاودنې او بريدونه کېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.