ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې پيلوټه الوتکې  بريد کې اته  وسله وال وژل شوي

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې اته وسله وال وژل شوي

author avatar
29 Dec 2014 - 11:56
د بې پيلوټه الوتکې  بريد کې اته  وسله وال وژل شوي
author avatar
29 Dec 2014 - 11:56

اسعداباد-جلال اباد (پژواک، ٨ مرغومى ٩٣): چارواکي  وايي  چې په نورستان  او ننګرهار ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريدونو کې اته  وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېر ماښام د وانت وايګل ولسوالۍ په منډېش سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې  د وسله والو پر يوه پټنځاى بريد کړى دى.

والي وايي چې په دغه بريد کې د يوه سرګروپ په ګډون څلور وسله وال وژل شوي .

د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې ، چارواکي وايي چې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د مرغومې په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه نهه بجې د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د پڅ په سيمه کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړى چې په پايله کې يې د يوه قوماندان په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

دى وايي چې يادو وسله والو په سيمه کې تخريبي اعمال ترسره کول او په بېلابېلو وختونو کې يې له امنيتي ځواکونو سره نښتې هم ترسره کولې.

د نوموړي په وينا، يادو وسله والو ماينونه خښول چې بې پيلوټه الوتکې پرې بريد کړى دى.

د مشرقيوال په وينا چې په وژل شوو کې يو مشهور قوماندان هم شامل دى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې د بې پيلوټه الوتکې بريدونه زيات شوي او ګڼ شمېر وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.