ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست-ګردېز د پاتې سړک د پخېدو چارې بيا پيل شوې

د خوست-ګردېز د پاتې سړک د پخېدو چارې بيا پيل شوې

author avatar
8 Sep 2014 - 11:29
د خوست-ګردېز د پاتې سړک د پخېدو چارې بيا پيل شوې
author avatar
8 Sep 2014 - 11:29

خوست (پژواک ١٧ وږى ٩٣): د خوست-ګردېز د سړک جوړېدل په اقتصادي، سوداګريزو، امنيتي او ټولنيزو برخو کې د ډېرو ولايتونو لپاره حياتي ارزښت لري.

دغه څرګندونې د خوست والي عبدالجبار نعيمي له پژواک اژانس سره د خوست-ګردېز تر منځ د غځېدلې لارې د پاتې ۲۵ کيلومتره د جوړولو د کار د پيل پر مهال وکړې.

نعيمي وويل، پر دغه سړک د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې يا USAID نږدې ۳۳ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي چې چارې به يې په اتلسو مياشتو کې بشپړې شي.

والي زياته کړه: ((د دغه ۲۵ کيلومتره سړک په اوږدو کې د ٥٠ مترو په اوږدوالي دوه پلونه، ١١٠پلچکونه او نږدې دوه کيلومترو په اندازه استنادي دېوالونه هم شامل دي.))

د خوست-ګردېز تر منځ د ۱۰۱ کيلومتره غځءدلي سړک چارې د ۶۵سلنې برخې تر پخېدو وروسته د سختو امنيتي شرايطو له امله په ټپه ودرېدې، خو په دې وروستيو کې د پاتې برخې د جوړېدو د ځنډ ځيني نور لاملونه په ګوته شوي دي.

د خوست والي وويل چې په بشپړ ډول د ياد سړک جوړېدل د خلکو مهمه اړتيا او بنسټيزه غوښتنه ګڼل کېږي چې بالاخره د خوست د ولايتي ادارې په هڅو پاتې کار پيل شو.

والي نعيمي د غلام خان ترانزيټي لارې ته په اشارې سره وويل چې د دغه سړک جوړېدل به پر خپل وخت د هېواد نورو ولايتونو ته د سوداګريزو مالونو په لېږدولو کې مهم رول ولري.

په خوست کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان جنرال محمدناصر هدايت پژواک اژانس ته وويل چې د دې لارې د خوندي جوړېدو لپاره يې خپل سرتېري د لارې په اوږدو کې پر دندو ګومارلي دي.

هغه ډاډ څرګند کړ چې دغه ځل به د يادې لارې د جوړېدو په مخ کې هيڅ ډول امنيتي ستونزې خنډ ونه ګرځي.

د خوست د فوايد عامې رييس انجنير مامورشاه پژواک ته وويل چې که څه هم د جوړېدونکي ۲۵ کيلومتره سړک ډېره برخه پر پکتيا پورې تړلې خو د ښه کيفيت لپاره به دوی ترې جدي څارنه وکړي.

انجنير مامورشاه زياته کړه: ((د باروړونکو موټرو له چلوونکو غوښتنه کوو چې له خپلې اندازې زيات بار پر دغه لار يو نه سي، ځکه کېدای شي ډېر ژر بيا کنډ او کپر شي.))

د خوست- ګردېز لارې يوه چلوونکي وزيرګل د يادې لارې پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې مسافر او موټر چلوونکي به د لارې له امله له شته ستونزو خلاص شي.

وزيرګل پژواک ته وويل: ((هغه پيسې چې اوسمهال يې بچت کوو، د لارې د اوسني خراب حالت له امله يې بېرته د موټرو پر عوارضو لګوو او د درېيو ساعتونو لار په شپږو ساعتونو کې وهو.))

د خوست-ګردېز لويې لارې د جوړولو کار په ۲۰۰۶ م کال کې د USAID له لوري د څه باندې سل ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت پيل شوی و.

د دې لارې ساختماني چارې لومړی د امريکا د متحده ايالاتو د (اېل. بي. جي) په نوم د يوې ساختماني کمپنۍ له لوري پر مخ بيول کېدې، خو وروسته يې د يوه قرارداد له مخې يوې هندي کمپنۍ ته وسپارلې.

د چارواکو په وينا، نه يوازې دغه دوه بهرنۍ ساختماني کمپنۍ، بلکې يو شمېر نور افغان ساختماني شرکتونه هم د سختو امنيتي شرايطو له امله د دې لويې لارې په جوړولو کې پاتې راغلل.

چارواکي وايي چې په تېرو اتو کلونو کې د دې لارې د جوړېدو پر مهال د وسله والو له لوري بريدونو او بمي چاودنو ګڼ شمېر کورني او بهرني انجنيران، کارګران او لسګونه ساتونکي وژل شوي دي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.