پل علم (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۳): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې د داعش وسله والو يو طالب قوماندان وژلى او د سيمې خلکو ته يې ګواښ کړى چې نور دې تلوېزيوني خپرونې نه ګوري.
دا پېښه د دغه ولايت په څرخ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د څرخ ولسوال خليل الله کمال د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه جګړه نن سهار شاوخوا نهه بجې د څرخ ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، د داعش وسله والو چې مخونه يې پټ وو او تورې جامې يې پر تن وې، د عبدالغني په نوم د طالبانو پر يوه سيمه ييز قوماندان ډزې کړې، هغه يې وژلى او درې ملګري يې ټپيان کړي دي.
تر اوسه د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو ګوم غبرګون نه دی ښودلی.
د څرخ ولسوال وايي چې د داعش وسله وال تېره ورځ د ځينو خلکو کورونو ته ننوتلي، دېش انتنونه او د موسيقۍ اورېدو نور وسايل يې مات کړي.
د کمال په وينا، دغو وسله والو خلکو ته ګواښنه کړې چې له دې وروسته دې تلوېزيونونه نه ساتي.
د څرخ ولسوال وويل، که چېرې په دې ولسوالۍ کې د داعش او د حکومت ضد د نورو وسله والو د فعاليتونو مخه ونه نيول شي، نو د پسرلي په راتګ سره سم به دوى د ټول ولايت امنيت له ګواښ سره مخ کړي.
د محمد حنيف په نوم د څرخ د بازار يوه هټۍ وال پژواک ته وويل چې نن سهار د تورو جامو وسله وال بازار ته راغلل او د طالبانو پر يوې څلور کسيزې ډلې يې ډزې وکړې او بېرته وتښتېدل.
د هغه په وينا، په دغه بريد کی يو طالب ووژل شو او ورسره ملګري يې ټپيان شول.
حنيف وايي چې په ولسوالۍ کې يې داعش وسله وال پيدا شوي او خلکو ته يې امر کړی چې له دې وروسته دې تلوېزيوني خپرونې نه ګوري.
تر دې مخکې د لوګر يو شمېر چارواکو په محمداغې ولسوالۍ کې هم د داعش وسله والو د شتون خبره کړې وه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن