لښکرګاه (پژواک، ۱۱ مرغومى ۹۳): د هلمند يو شمېر اوسېدونکو په سنګين کې د واده پر مراسمو د شوي بريد په غبرګون لاريون وکړ او په دې اړه يې د جدي څېړونو غوښتنه وکړه.
تېره ورځ ناوخته د سنګين په ميان رودي سيمه کې د واده پر مراسمو د هاوان او توپ مرميو لګېدو له امله د ځايي خلکو په وينا تر ٨٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې خو چارواکي د وژل شوو شمېر ٢٠ او د ټپيانو ٤٥ کسان ښيي.
د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې دغه بريد د ملي اردو سرتېرو کړى او په غبرګون کې يې نن د مرغومي په ١١مه لاريون وشو.
دغه لاريون او احتجاجيه غونډه د لښکرګاه ښار په کرزي لوبغالي کې جوړه شوې وه چې تر دوو سوو ډېرو کسانو برخه په کې لرله.
د لاريون کوونکو ګډونوال عليشان پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سلګونه کسانو د يادې پېښې د غندنې لپاره لاريون کړى او له ولسمشره غواړي چې دا پېښه وڅېړي.
د شمس الله صحرايي په نوم د سنګين قومي مشر وويل که د سنګين پېښي عاملين معلوم نه شي او سمه څېړنه ونه شي دوى به سر له سبا په لاريونو لاس پورې کړي.
نوموړي وويل په سنګين کې له تېرو اوو مياشتو را په دېخوا سخته جګړه روانه ده، خو دولت په خپلو کې د څوکيو په وېش او جنجالونو اخته دى.
د هاشم سنګينوال په نوم بل لاريون کوونکي وويل په ټوله نړۍ کې خلک د نوي کال پر خوشاليو بوخت دي خو د هلمند د سنګين اوسېدونکي د غم په تغر ناست دي.
په پاى کې لاريون کوونکو د يوه پرېکړه ليک په خپرولو غوښتنه وکړه چې ولسمشر دې هلمند ولايت ته ورشي، د پېښې عاملين دې معلوم او سزا دې ورکړي.
د هلمند مرستيال والي محمدجان رسوليار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان دي چې د درملنې لپاره لښکرګاه ته ور وړل شوي دي.
تر دې مخکې د ٢١٥ ميوند قول اردو ملکي مرستيال جنرال محمود پژواک اژانس ته وويل لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه راکېټونه افغان سرتېرو توغولي چې تر ٢٠ کسان په کې وژل شوي او ٤١ نور ټپيان دي.
هغه وويل چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه جدي څېړنې پيل شوې او که رښتيا هم دغه بريد د ملي اردو له لوري ترسره شوي وي عاملين به يې ونيسي او سخته سزا به ورکړي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن