ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سنګين د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې

د سنګين د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې

author avatar
1 Jan 2015 - 07:12
د سنګين د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې
author avatar
1 Jan 2015 - 07:12

دويم تعقيب – لښګرګاه (پژواک، ١١ مرغومى ٩٣): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د راکټي بريد له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه تېر ورځ ناوخته د سنګين په ميان رودي سيمه کې د واده پر مراسمو د هاوان او توپ مرميو د لګېدلو له امله رامنځته شوې چې ځايي خلک يې د مرګ ژوبلې شمېر تر ٨٠ لوړ بولي.

خو د ٢١٥ ميوند قول اردو ملکي مرستيال جنرال محمود پژواک خبري اژانس ته وويل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه راکېټونه د افغان سرتېرو له لوري توغول شوي چې تر شلو کسان په کې وژل شوي او ٤١ نور ټپيان دي.

هغه وويل چې د دې پېښې د څرنګوالي په تړاو جدي څېړنې پيل شوې او که رښتيا هم دغه بريد د ملي اردو له لوري ترسره شوي وي عاملين به يې ونيسي او سخته سزا به ورکړي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم د مرګ ژوبلې شمېر په همدې کچه ښيي او وايي چې د دغه ولايت د سرپرست والي په مشرۍ سيمې ته څېړونکى پلاوى لېږل شوى دى.

ځواک يادونه کوي چې له يادې پېښې ٤٥ ټپيان لښکرګاه ته وړل شوي خو ښايي د مرګ ژوبله شمېره تر دې هم ډېره وي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر پاچاګل بختيار پژواک اژانس ته وويل چې په ټپيانو کې ۲۴ ماشومان او ۱۸ مېرمنې دي، خو ښايي دا شمېر ډېر وي.

دى وايي، ټپيان د لښکرګاه ايمرجنسۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د لښکرګاه په ايمرجنسي روغتون کې د ملوک په نوم يوه کس رسنيو ته وويل چې دا پېښه د نوموړي په کور کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل: ((تېره ورځ مې د ورور جمعه ګل واده و، موږ چې کله ناوې راوسته نو مېرمنو ورته د بدرګې لپاره د خوشالۍ مراسمو ترسره کول چې د هاوان يو مرمۍ د مېرمنو په مراسمو کې ولګېده، يوازې دومره پوه يم چې ناوې ټپي ده.))

هغه وايي چې تر دې وروسته د هاوان يو بله مرمۍ يې پر کور ولګېده او بيا دوه درې د توپ مرمۍ يې کور ته نږدې راپرېوتې.

ملوک يادونه وکړه چې تر اوسه نه پوهېږي د کورنۍ څومره غړي به يې مړه او ټپيان وي خو يادونه يې وکړه: ((دا مرمۍ د عمر او فتح محمد په نومونو د ملي اردو له پوستو توغول شوي دي.))

د سيمې يو اوسېدونکى خالقداد چې له ټپيانو سره ايمرجسني روغتون ته راغلى وايي: ((دا پېښه تېره ورځ ٤ بجې وشوه، موټر نه پيدا کېدو موږ ماخوستن واتونېدو چې ټپيان لښکرګاه ته را ورسوو، ښايي ټپيان تر ٥٠ ډېر وي.))

د هلمند د ولايتي شورا غړي بشير شاکر پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې تر ٣٠ ډېر کسان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر ټپيان دي.

نوموړى وايي، د مرګ ژوبلې شمېر ښايي ډېر شي؛ ځکه د پېښې يو شمېر قربانيان سنګين او موسى کلا ولسواليو ته هم د درملنې په موخه وړل شوي دي.

د سنګين د ټولنيزي شورا يوه غړي حاجي نسيم پژواک اژانس ته ووويل چې دغه توغندي د ملي اردو او وسله والو طالبانو تر منځ د جګړې په ترڅ کې توغول شوي دي.

په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي په ټپيانو کې ډېر يې ماشومان او مېرمنې دي چې د ځينو روغتيايې حالت د اندېښنې وړ دى.

طالب وياند قاري يوسف احمد رسنيو په په لېږل شوې خبر پاڼه کې ويلي چې دغه راکټي بريدونه د افغان سرتېرو له لوري شوي چې لسګونه ملکي کسان په کې وژل شوي چې دوى به يې غچ واخلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.