ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د شبرغان زندان په بغاوت کې بهرنيو عواملو لاس درلود”

“د شبرغان زندان په بغاوت کې بهرنيو عواملو لاس درلود”

author avatar
9 Mar 2015 - 19:21
“د شبرغان زندان په بغاوت کې بهرنيو عواملو لاس درلود”
author avatar
9 Mar 2015 - 19:21

شبرغان (پژواک ١٨ کب ٩٣): د جوزجان ولايت چارواکي وايي، د شبرغان ولايت زندان په بغاوت کې بهرني عوامل او هغه کسان شامل دي، چې له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په جرم په عمري قيد او اعدام باندې محکوم شوي دي.

پرون د سرپل ولايت زندانيانو، چې د جوزجان مرکز شبرغانو په زندان کې ساتل کېږي، په اړودوړ لاس پورې کړ، چې په ترڅ کې يې دوه پوليس او يو زنداني ووژل شول.

زندانيانو دغه راز يو بل زنداني په ژوندۍ توګه وسوځاوه، چې له هغه وروسته بيا امنيتي ځواکونه په دې بريالي شول، چې له زندانيانو سره يو برمته شوى څارنوال او جنايي کارکوونکى وژغوري.

په لومړيو کې د درېيم پوليس له وژل کېدو هم خبر ورکړل شوى و، خو اوسمهال امنيتي چارواکي وايي، چې هغه په روغتون کې د کوما په حالت کې دى.

د شبرغان د محبس يوه چارواکي څارمن سليمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د ولسمشر او ملي امنيت شورا د حکم له مخې، غوښتل چې د محبوسينو خونې د جارحه وسايلو د شتون په شک تلاشي کړي.

خو هه زياته کړه، دغه مهال زندانيانو پنځه پلټونکي له ځان سره برمته کړل، چې د هغوى له ډلې يې دوه کسان د چړو په وسيله ووژل او يو بل ته يې اور ورته کړ، چې امنيتي ځواکونه له هغه وروسته بيا اړ شول، چې د دغو بغاوت کوونکو پر وړاندې ګام پورته کړي.

هغه زياته کړه، چې دولت بايد په دې اړه څېړنې وکړي او له عاملينو سره يې د قانون په چوکاټ کې چلند وکړي.

د جوزجان ولايت مرستيال سرپرست عبدالرحمن محمودي وويل، چې نن د کورنيو چارو وزارت پلاوي له ياد زندان ليدنه کړې او ټاکل شوې، چې خپل راپور په کابل کې مسوولو چارواکو ته وړاندې کړي.

محمودي وويل: “د شبرغان ولايت په اړودوړ کې بهرني عوامل او د سرپل، فارياب او بلخ ولايتونو لسګونه زندانيان لاس لري او په ځانګړي ډول څلور کسان يې له وسله والو مخالفينو سره د تړاو په عمري بند او اعدام محکوم دي.”

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د شبرغان په زندان کې پنځه زندانيان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان شوي دي.         

د هغه په وينا، نښته له هغه وروسته رامنځته شوې، چې د دغه زندان چارواکو ١٥٠ زندانيان د بګرام زندان ته ولېږدوي.

خو زندانيان وايي، د زندان چارواکو هوډ درلود، څو دغه زندانيان د پلچرخي زندان ته ولېږدوي.

په دغه پېښه کې لس نور زندانيان ټپيان شوي او د جوزجان د عامه روغتيا مشر ډاکټر فريدون حبيب وايي، دغه ټپيان د جوزجان له ولايتي روغتون څخه د درملنې په موخه کابل او بلخ ولايتونو ته لېږدول شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.