ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو د بريدونو د ډېريدو په اړه د کارپوهانو نظرونه

د طالبانو د بريدونو د ډېريدو په اړه د کارپوهانو نظرونه

author avatar
15 Dec 2014 - 17:57
د طالبانو د بريدونو د ډېريدو په اړه د کارپوهانو نظرونه
author avatar
15 Dec 2014 - 17:57

کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٣): د سياسي چارو کارپوهان په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د نا امنيو ډېرېدل له امريکا او ناټو سره د امنيتي تړونونو لاسليک او د نوې کابينې د نه جوړېدو له امله په حکومت کې شته خلا په ګوته کوي.

دوى وايي، چې اوسمهال نږدې ټول حکومت د سرپرستانو له لوري اداره کيږي او دا کار د حکومت په ټولو برخو کې مسوولتونو ته د چارواکو د کمې يا نه پاملرنې سبب شوى دى.

يو شمېر نور بيا په دې باور دي، چې د ملي يووالي حکومت په مشرتابه کې د وسله والو مخالفينو په اړه د ورته نظر نشتوالي د مخالفينو پروړاندې د امنيتي ځواکونو جنګي انګېزه کمزورې کړې او دا کار د ناامنيو د ډېرېدو سبب شوې.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزي وويل، چې د دغو نا امنيو تر شا ډېر لاملونه موجود دي. هغه د نوې کابينې د نه رامنځته کېدو په اړه د ملي يووالي حکومت نابشپړتيا له دې لاملونو يو وباله.

ستانکزي زياته کړه: “د کابينې نه اعلانول او همدارنګه د واليانو او يو شمېر مسوولينو سرپرستي په خپله د يوې خلا لامل شوي، چې له امله يې د افغان دولت مخالفين له دغه فرصت څخه ګټه پورته کولى شي.”

هغه وويل، که چېرې حکومت بشپړ شي نو لږ تر لږه به د نا امنۍ يو عامل لمنځه ولاړ شي. ولسمشرۍ ماڼۍ د ليندۍ په ٢١ مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې نوې کابينه به تر راتلونکو درېيو اونيو پورې اعلان شي.

 د امنيتي تړون لاسليک، د هغو لوريو له خوا د امتياز غوښتنه چې په افغانستان کې نا امنيو ته لمن وهي (پاکستان) او د ډيورنډ له ها خوا څخه د پاکستان د پوځ د بريدونو د فشار له امله د افغانستان خاورې ته د ترهګرو راتلل نور هغه لاملونه دي، چې د نا امنيو د ډېروالي په اړه ورته ستانکزي اشاره وکړه.

 دا چې د امنيتي تړون لاسليک څرنګه د نا امنيو د ډېرېدو لامل کېدلى شي، په اړه يې ستانکزي وويل: ” معنا يې دا ده چې امريکايانو د افغانستان د امنيت په ټينګښت کې مرسته نه ده کړې او مخالفين په افغانستان کې د دوى دايمي شتون نه غواړي او همدرانګه د افغانستان په قضيه کې لوبېدونکي هېوادونه په افغانستان کې د امريکا دايمي شتون نه غواړي.”

 خو د سياسي چارو يو بل کارپوه وحيد مژده دغې موضوع ته له بلې زاويې ګوري.

 مژده په دې باور دى، چې له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک د هغې ډلې طالبانو دريځ ټينګ کړى چې په افغانستان کې د سولې د خبرو پر ځاى په افغانستان کې جګړې ته لېواله دي او دا کار د دې لامل شوى، چې په کابل او د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې ناامنۍ ډېرې شي.

 نوموړي وويل، چې سولې ته د رسېدو لپاره دوه لارې موجودې دي؛ يوه يې د خبرو اترو له لارې او بله يې هم د جګړې، چې د هغه په باور حکومت د امنيتي تړون په لاسليکولو سره د بهرنيو ځواکونو تل پاتې حضور ته لاره هواروي؛ په ظاهري ډول يې دويمې لارې ته مخه کړه.

 د مژده په وينا، د طالبانو په ډله کې هم دوه نظرونه شتون لري چې يوه ډله يې په افغانستان کې د روانې جګړې د حل لپاره خبرې اترې مهمې بولي او بله ډله يې بيا پر جګړې ټينګار کوي او وايي چې امريکا د افغانستان د پرېښودو نيت نه لري او يواځينۍ لار وسله واله مبارز ده.

 مژده وويل، چې له امريکا او ناټو سره د امنيتي تړون لاسليک د طالبانو په مشرتابه کې د سوله غوښتونکو کسانو د کمزورۍ او د تاوتريخوالي غوښتونکو کسانو د دريځ د لا پياوړتيا په مانا دي، نو له همدې امله بريدونه هم ډېر شوي دي.

 هغه زياته کړه: ” البته په هره ډله کې که چېرې سولې ته د هيلې کچه راکميږي نو د تاوتريخوالي ډلې په کې د سر راپورته کولو لپاره وخت مومي، لکه څرنګه مو چې په عراق او سوريه کې وليدل. په افغانستان کې هم زه له دې وضعيت څخه اندېښمن يم چې کېداى شي تاوتريخوالى نور هم ډېر شي او ان کېداى شي چې دغه حالت د طالبانو د مشرتابه له کنټرول  څخه هم بهر شي چې هغه مهال به بيا وضعيت ډېر  خطرناک وي.”

مژده وويل، چې د امنيتي تړون له مخې د بهرنيانو دوامداره  شتون د هغې ډلې طالبانو ادعاوې په حقيقت بدلوي چې له امريکايانو سره د سولې خبرې نه غواړي او ويل به يې چې دوى د افغانستان د پرېښودو هوډ نه لري.

 د مژده اشاره په قطر کې د طالبانو دفتر ته وه، چې د افغانستان د پخواني حکومت د مخالفت په پايله کې له پرانيستل کېدو وروسته بېرته وتړل شو. طالبانو امريکايان په دې تورنول چې له دې ډلې سره په خپلو خبرو کې رښتني نه دي او له همدې امله دوى ورسره خبرې کول نه غوښتل.

طالبانو د افغان دولت او بهرنيانو پر وړاندې د خپلو پوځي بريدونو د درولو لپاره له هېواد څخه د بهرنيانو د وتلو  غوښتنه کوي او څو ځلې يې ويلي، تر څو يې چې دغه غوښتنه ونه منل شي نو خپلو وسله والو مبارزو ته به دوام ورکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت له امريکا او ناټو سره د هوکړه ليکونو له لاسليکولو سره دوى ته تر يوې بلې لسيزې (٢٠٢٥ زېږديز کال) پورې په افغانستان کې د مېشت کېدو اجازه ورکړه، څو په افغانستان کې خپل له ١٢ زره څخه ډېر سرتېري مېشت کړي.

د دغه هوکړه ليک له مخې به له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته د امريکايي سرتېرو په ګډون د نړيوالو ځواکونو پوځي ماموريت پاى ته ورسيږي او له افغان امنيتي ځواکونو سره به د مشورې، روزنې او همکارۍ په برخه کې مرسته وکړي.

ډېرى افغانان په دې باور و، چې د نوي حکومت په رامنځته کېدو او د امنيتي هوکړه ليکونو په لاسليکولو سره به د نا امنيو کچه راټيټه شي، خو په عمل کې بيا دغه کار ناسم ثابت شو.

د سياسي چارو يوه بل کارپوه بشير بېژن د دغو نا امنيو د ډېرېدو لامل د ملي او سيمه ييزو مسايلو په اړه د نوي حکومت په مشرتابه کې د روښانه نظر نه شتون په ګوته کړ او ويې ويل، دغه کار د دې لامل شوى چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د وسله والو امنيتي ځواکونو د مقابلې انګېزه کمزورې شي.

د بېژن په باور، تر اوسه پورې د ملي يووالي حکومت مشرتابه د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يو نظر نه لري “ولسمشر طالبانو ته د سياسي مخالفينو خطاب کوي، خو د هغه لومړى مرستيال او اجراييه رييس بل څه” او دغه کار انګېزه له منځه وړي او د توطيو د دوام لپاره لاره هواروي.

بېژن زياته کړه: ” کله چې اساسي ليکې او ملي ستراتيژي شتون ونه لري او تاسو له دوست او دښمن څخه روښانه تعريف ونه لرئ او تاسو وسله وال ځواک د منسوب په توګه بېلابېلې نظريې اورېدلې وي، نو حتماً په دوه لارې کې پاتې کېږي او هغه کار چې بايد تر سره يې کړي، له هغه عاجزه پاتې کىږي.”

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.